د ایران عدلیې ویلي دي چې د هغه هېواد دوه خبریالانی یې له بنده خوشې کړي دي.
عدليې د جنورۍ پر۱۴مه وویل چې نيلوفر حامدي او الهه محمدي یې په موقت ډول له زندانه ازادې کړې دي.
حامدي د ۱۳ او محمدي د ۱۲ کلونو د بند په سزا محکومې شوې وې او ورباندې تور وو چې د مهسا اميني خبر ته پوښښ ورکړی وو.
۲۲ کلنه مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه. هغې پېښې په ایران کې پراخې مظاهرې پارولې وې.
دواړه خبریالانې د ایران په اېوین زندان کې ۱۷ میاشتې بندي وې او د خبریالانو نړیوالو ټولنو یې د خوشې کولو لپاره غږ پورته کاوه.
د ايران دولتي رسنيو ويلي دی چې خوشې شوې خبريالانې له هېواده له بهر تګه منع شوې دي.
په امريکا کې د فعالانو او د ايران د پخوانيو زنداني سياستوالو يوې ټولنې (يونايټېډ فار ايران) د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په يو بيان کې ويلي ول چې نيلوفر حامدي او الهه محمدي يوازې د دې لپاره سزا کېږي چې د ګشت ارشاد پوليسو په لاس د مهسا اميني د وژنې او د هغې د جنازې مراسمو خبرونه يې رسنيو ته ورکړي ول.