د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک انتظامیه وایي د انتخاباتو لپاره یې تیاری بشپړ کړی دی


ټاکل شوې ده چې سږ کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې ټولټاکنې وشی ـ پخوانی انځور.
ټاکل شوې ده چې سږ کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې ټولټاکنې وشی ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د ټانک انتظامي مشر وايي، په هغه ضلع کې يې د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو لپاره تياری مکمل کړی دی.

محمد شعيب د جنورۍ پر۱۴مه مشال راډيو ته وويل، د رايو مرکزونه يې ټاکلي، د هغوی د امنيت لپاره یې اقدامات کړي او د انتخاباتي عملې د روزنې چارې يې هم پيل کړي دي.

د شعیب په خبره، د انتخاباتي لګښتونو لپاره يې له صوبايي حکومته پيسې غوښتې دي او د ضلعې دننه يې بېلابېلو حکومتي ادارو ته خواست کړی دی چې د انتخاباتو په ښه توګه کولو لپاره له انتظامیې سره مرسته وکړي.

د فبرورۍ پر اتمه په ټانک کې د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې او د صوبايي اسمبلۍ د ۱۰۸مې حلقو د څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي.

د هغو حلقو ځینو نوماندانو مشال راډيو ته ويلي دي چې د سيمې د امنيت او ترقۍ په نوم له خلکو رای غواړي. هغه نوماندان پر حکومت او انتخاباتي کمېشن غږ کړی چې د ټاکنو شفافیت باوري کړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG