د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: ګوندونه باید پر ۵ سلنه عمومي څوکیو ښځې نوماندانې کړي


په پاکستان کې یوشمېر ښځې تر رایې کارونې مخکې په لېسټ کې خپل نومونه ګوري ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوشمېر ښځې تر رایې کارونې مخکې په لېسټ کې خپل نومونه ګوري ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پر ګوندونو غږ کړی چې په راتلونکو انتخاباتو کې پر لږترلږه پینځه فیصده عمومي څوکیو ښځې نوماندانې کړي.

په پاکستان کې پر عمومي څوکیو نوماندان له یو بل سره مقابله کوي او له ولسه رایه غواړي. هر ګوند چې زیاتې څوکۍ وګټي، بیا پر هم هغه حساب د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ هم ترلاسه کوي.

انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۴مه په خبرپاڼه کې ویلي دي، هغه سیاسي ګوندونه به دا شرط هرومرو پوره کوي چې انتخابي نخښې یې ترلاسه کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتي قانون له ۲۰۶مې مادې سره سم، باید ټول ګوندونه د خپلو نوماندانو لږترلږه پینځه فیصده برخه مېرمنو ته ورکړي.

په خبرپاڼه کې پر ټولو ګوندونو غږ شوی چې د خپلو نارینه او ښځینه نوماندانو نوملړونه په پینځه ورځو کې له کمېشن سره شریک کړي.

د کمېشن د مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه عام انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG