د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په ژوب کې یې ۷ مشکوک وسلوال وژلي دي 


پوځ وايي مشکوک وسلوال د ژوب په سمبازه کې وژل شوي دي.
پوځ وايي مشکوک وسلوال د ژوب په سمبازه کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د اووه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۲۲مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې سرتېرو د ژوب په سمبازه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پکې هغه مشکوک وسلوال ووژل شول.

بیان زیاتوي چې وژل شوي کسان په سیمه کې د "ترهګرۍ" تر څنګ پر عامو وګړو په بریدونو کې هم ککړ ول.

خو پوځ دا نه دي ویلي چې هغه وسلوال د کومې ډلې ول. تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د ای اېس پي ار د دعوې تصدیق نه شي کولای خو د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم په ژوب کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کړې دي.

ای اېس پي ار تر دې مخکې د اکتوبر پر ۳۱مه شپې ناوخته په ژوب کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی وو.

پوځ تر دې مخکې د اکتوبر پر نهمه هم په ژوب کې د وسلوالو د وژنې خبر ورکړی وو او ویلي یې ول چې هغوی د عملیاتو پر مهال ورباندې برید وکړ چې له کبله یې نښته پیل شوه چې پکې یو مېجر او یو حوالدار او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تحريک طالبان پاکستان د هغه بريد ذمه واري منلې وه او په بیان کې یې دعوه کړې وه چې په نښته کې یې وسلوالو ته زیان نه وو اوښتی.

د ۲۰۲۳ز کال د اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي حالات خراب شوي او وسلوالو په بېلابېلو‌ ځایونو کې بریدونه کړي دي.

خو د پاکستان پوځ او پولیس وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې پولیسو ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي او پرضد به یې مبارزه روانه وي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG