د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ووټ اچونې مرکزونو امنیت لپاره پوځيان ځای پر ځای کوي


یو پوځي سرتېری د ۲۰۱۳ز کال د انتخاباتو پر مهال د ووټ اچونې په مرکز کې پهره ورکوي ـ انځور له ارشیفه.
یو پوځي سرتېری د ۲۰۱۳ز کال د انتخاباتو پر مهال د ووټ اچونې په مرکز کې پهره ورکوي ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان نګران حکومت د انتخاباتو پر ورځ د ووټ اچونې مرکزونو د امنیت لپاره د پوځ او د "ملکي ځواکونو" د سرتېرو د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړې ده.

په پاکستان کې د کورنیو چارو وزارت تر واک لاندې رېنجرز ځواک او نورې ملېشې ملکي وسلوال ځواکونه (سېول ارمډ فورسز) بلل کېږي.

د جنورۍ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه چې پکې د کورنیو چارو وزارت په سپارښتنه د فبرورۍ پر اتمه د ټاکنو د امنیت په خاطر د پوځ او نورو ځواکونو د سرتېرو د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړل شوه.

تر غونډې وروسته د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي بیان کې ويل شوي دي چې ځواکونه به له امنیتي پلوه د حساسو انتخابي حلقو او د رایو ورکولو مرکزونو (پولېنګ سټېشونونو) په پهره ولاړ وي.

حکومت ویلي دي چې د ټول هېواد پر کچ به ۲۷۲،۰۰۰ پوځیان او نور سرتېري د ووټ اچولو مرکزونو بهر ځای پر ځای کېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې به د ناامنيو پر پېښو سربېره د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کوي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال او تر هغې مخکې هم د ټاکنو پر مهال پوځي سرتېري د انتخاباتي مرکزونو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي ول. په ۲۰۱۸ز کال کې ځینو ګوندونو او سیاستوالانو په پولېنګ سټېشنونو کې د پوځي سرتېرو پر ځای پر ځای کولو نیوکې کړې وې خو د هغه وخت پوځ ویاند ویلي ول چې سرتېرو په انتخاباتي بهیر کې رول نه درلود او یوازې یې د امنیت دنده ترسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG