د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې ټولو افغانانو ته د تعلیم يو ډول موقعې ورکړي


په کندهار کې یوه نجلۍ پر توره تخته لیکلی متن لولي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ اتمې انځور.
په کندهار کې یوه نجلۍ پر توره تخته لیکلی متن لولي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ اتمې انځور.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ټولو ته دې د تعلیم یو ډول موقعې ورکړي.

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايېوا د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت په ویډیويي بیان کې وویل، "په اوسني وخت او راتلونکې کې له چیلېنجونو سره د افغانستان د مقابلې لپاره تعلیم ضروري دې."

نوموړې په بیان کې وویل چې په نړۍ کې د تعلیم نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې د تلپاتې سولې لپاره د زده کړو پر اهمیت د ټینګار کولو ښه موقع ده.

هغې وویل چې په افغانستان کې د ټولو لپاره چې پکې هلکان، نجونه، ښځې او سړي شامل دي، تعلیم له بنیادي بشري حقه هم زیات ارزښت لري.

اوتنبایېوا وویل چې د افغانستان راتلونکې له تعلیم سره تړلې ده او افغانو ښځو ته یې په خطاب وویل چې ځان دې یوازې نه ګڼي ځکه چې ملګري ملتونه ورسره ولاړ دي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG