د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیدر بار: نړيوال باید د نجونو د تعلیم لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي


طالبان په کابل کې د ښځو مظاهرچيانو مخه نیسي - انځور له ارشيفه
طالبان په کابل کې د ښځو مظاهرچيانو مخه نیسي - انځور له ارشيفه

د بشري حقونو د څار سازمان ( هیومن رایټس واچ) وایي، د هرې ورځې په تېرېدو د افغان ښځو او نجونو ژوند سختېږي.

د هغه سازمان د ښځو د حقونو مشرې هیدر بارد جنورۍ پر ۲۴مه پر خپله اېکس پاڼه د ښځو او نجونو د ستونزو د زیاتېدو د دوو وجوهاتو په اړه لیکلي چې لومړی لامل دا دی چې طالبان اکثره وخت "سپکوونکې" تګلارې معرفي کوي او دویم لامل چې نوموړې خطرناک ګڼلی، د همدې تګلارې د عملي کولو طریقه کار دی.

بار د جنورۍ پر ۲۴مه د زده کړو د لمانځنې نړیوالې ورځ په مناسبت د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې مشال راډیو ته وویل چې "نړیوالو ته شرم په کار دی" چې پر طالبانو یې ډېر فشار نه دی اچولی. "هېڅ داسې څه نه شته چې وښيي چې په افغانستان کې دې د زده کړې نړیواله ورځ ولمانځل شي. په حقیقت کې ټوله نړۍ باید د شرم احساس وکړي، ځکه چې ځان یې داسې مهال شاته کړی چې د یوه هېواد ټولې نجونې او ځوانې ښځې له میاشتو او کلونو راهیسې له زده کړې لیرې پاتې شوي دي. په ټوله کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د ځپلو اقدام تر اوسه عملي شوی او لا پسې پراخ شوی دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (یوناما) مشرې هم د جنورۍ پر ۲۴مه د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې ټولو ته دې د تعلیم یو ډول موقعې ورکړي.

روزا اوتنبایېوا په ویډیويي بیان کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو لپاره چې پکې هلکان، نجونه، ښځې او سړي شامل دي، تعلیم له بنیادي بشري حقه هم زیات ارزښت لري.

هغې زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکې له تعلیم سره تړلې ده او افغانو ښځو ته یې په خطاب وویل چې ځان دې یوازې نه ګڼي ځکه چې ملګري ملتونه ورسره ولاړ دي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول.

د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، خو هغوی وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي. البته د طالبانو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG