د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان کاندیدان وایي د کمپاین پر مهال له ستونزو سره مخامخ دي


په پاکستان کې د فبروري پر اتمه انتخاباتو لپاره کپیمنونه پیل شوي دي ـ د جنورۍ ۲۱مې انځور.
په پاکستان کې د فبروري پر اتمه انتخاباتو لپاره کپیمنونه پیل شوي دي ـ د جنورۍ ۲۱مې انځور.

له جنوبي وزیرستانه انتخاباتو ته کاندیدان شکایت کوي چې په سیمه کې د انټرنېټ او موبایل نېټورک نیشتوالي له وجې انتخاباتي کمپاین په سم ډول نشي چلولی.

له سیمې د پاکستان قامي او صوبايي اسمبلیو کاندیدانو د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې له یوې خوا دا ځل انتخابات په ژمي کې دي، یخني ډېره ده او له بلې خوا هلته موبایل نېټورک او د انټرنېټ نشتوالي د کمپاین په چلولو کې د ستونزو سره مخ کړي دي.

په پاکستان کې د موبایل او انټرنېټ د استعمال زیاتېدو سره زیاتره کاندیدان خپل انتخاباتي منشور، اشتهارات او انتخاباتي وعدې او پلانونه د انټرنېټ له لارې خلکو ته رسوي. پخوا دا چارې زیاتره د پوسټرونو، پمفلټونو او نورو چاپي رسنیو له لارې کېدلې.

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ د پیپلز ګوند نوماند امان الله وزیر، د عوامي نیشنل ګوند په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ کاندیدانو ایاز وزیر او حمیدالله وزیر او ازاد امیدوار غلام حسن مشال راډیو ته وویل چې نه شي کولای خپل پیغام او منشور په سم ډول خلکو ته ورسوي.

بلخوا د تحریک انصاف سره تعلق لرونکي یو ازاد امیدوار اصف خان تور پورې کړ چې انتظامیه یې په سم ډول کمپاین پرمخ وړلو ته نه پرېږدي. هغه وویل د یو شان د انتخاباتي کمپاین حق غواړي.

خو د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر اشفاق خان مشال راډيو ته وویل ټولو امیدوارانو ته د انتخاباتي کمپاین سهولتونو په ورکولو کار روان دی.

بلخوا په بر جنوبي وزیرستان کې د الېکشن کمېشن یو چارواکي محمد بلال مشال راډیو ته وویل چې که امیدوارنو ته څه شکایات وي نو د ضلعې مانېټرنګ افسر سره دې یې درج کړي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي چې پکې د برخې اخیستو لپاره کاندیدانو کمپینونه پیل کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG