د لاسرسي ځای

تازه خبر

فافېن وايي پاکستان کې د ښځینه ووټرانو شمېر زیات شوی دی


په مینګوره کې ښځې د ووټ کارولو لپاره ګوتې رنګوي او انتخاباتي پرچې اخلي - پخوانی انځور.
په مینګوره کې ښځې د ووټ کارولو لپاره ګوتې رنګوي او انتخاباتي پرچې اخلي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فافېن) ويلي چې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره د سړیو پرتله د ښځو رایه ورکوونکو د نوملیکنې کچ زيات شوی دی.

فافېن د جنورۍ پر ۳۱مه په يوه راپور کې په ډاګه کړه چې په پاکستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهيسې ۲۲.۵ مېليونه ووټرانو يا رايه ورکوونکو نوملیکنه کړې ده چې دا د پام وړ زياتوالی دی چې ورڅخه یې ۱۲.۵ مېليونه يې ښځې دي.

ادارې زياته کړې چې د ۲۰۲۴ز کال د ټولټاکنو لپاره انتخاباتي کمېشن څه باندې ۱۲۸ مېليونه کسان د رايه ورکوونکو په توګه رجسټر کړي چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

د پاکستان په ځینو سیمو کې اکثر په انتخاباتو کې د ښځینه ووټرانو شمېر کم وي. د هغه هېواد د انتخاباتي قانون له مخې، که په کومه حلقه کې له ټولو کارول شویو رایو څخه یې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر ۱۴مه پر ګوندونو غږ وکړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې پر لږترلږه پینځه فیصده عمومي څوکیو ښځې نوماندانې کړي.

XS
SM
MD
LG