د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو امکانات په محتاطانه ډول څېړي.
دا خبره د یاد وزارت په یوه سند کې چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر په ۱۴ تصویب او په ډېسېمبر کې خپور شوی دی راغلې ده.
دا سند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو په ارشیف کې شامل شوی دی او رسنیو پرې راپورونه ورکړي دي.
د دغه سند په اساس امریکا په افغانستان کې قونسلګرۍ خدمتونو ته د خپلو اتباعو د لاسرسي، شفافیت او حساب ورکونې ملاتړ کوي.
امریکا د طالبانو په بیا واکمنېدو په کابل کې خپل سفارت بند کړی دی او پر ځای یې لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې سند کې راغلي کابل ته د بیا ستنېدو لپاره د شرایطو تر مهیا کېدو پورې د قطر له پلازمینې دوحې د افغانستان اړوندې چارې مخته وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، پاکستان، ایران او ځينو نورو هېوادونو افغانستان ته خپل دیپلوماتیک استازي لېږلي دي.