په پاکستان کې خلک په پارلېماني انتخاباتو کې ووټ اچوي

۹
په ډېره اسماعیل خان کې د ټرافیکو پولیسو یو سرتېری ګاډو ته د تېرېدو اشاره کوي.

۱۰
په کراچۍ کې د انتخاباتي چارو کارکوونکو د فبرورۍ پر اوومه د رایو ورکولو مرکزونو ته د ووټ پرچې او بکسونه ولېږدول.

۱۱
په کراچۍ کې انتخاباتي چارواکي د رایو بکسونه تړي.

۱۲
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي (ښي لوري ته) د فبرورۍ پر شپږمه د مشال راډیو خبریال ګل ایاز ته وویل چې په صوبه کې یې د انتخاباتو امنیت لپاره انتظامات کړي دي.