اسراییلیو او امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې اسراییلي استازي په قاهره کې د غزې په اړه له غونډې څخه وتلي دي.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې هغه غونډه د فبرورۍ پر ۱۳مه دغزې په جګړه کې د وقفې راوستو لپاره جوړه شوې وه.
په عین حال کې د اسراییلو د استخباراتي ادارې مشر ډېویډ بارنيا په قاهره کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي ای اې) له مشر وېلییم برنز سره کتلي دي او ورسره یې د قطر په مینځګړتوب د غزې په جګړه کې د لنډمهالي بندیز په اړه خبرې اترې کړې دي.
د غزې په جګړه کې د وقفې لپاره د قاهرې په غونډه کې د قطر وزیراعظم او مصري چارواکي هم شامل دي. دا خبرې د هغو هڅو برخه دي چې پکې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو تر بشپړ ځمکنیو عملیاتو وړاندې د اوربند غوښتنې زیاتې شوې دي.
په غزه کې د اسراییل تر جګړې وروسته رفح ښار ته څه باندې ۱۰ لکه کډوال ورغلي دي.
اسرایيل وايي، غواړي چې وسلوال له مینځه يوسي، يرغمل شوي کسان خوشې کړي او د فلسطینیو ملکي وګړو د ایستلو پلان جوړوي خو د رپورټونو له مخې، خوندي ځایونو ته د خلکو رسولو هېڅ پلان نه تر سترګو کېږي.
مرستندويه ادارې هم وايي چې په سیمه کې داسې سرپناه نه شته چې بې کوره خلک ورشي.