په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو پرمهال د ولس يوې لویې برخې هغو کسانو ته رايې ورکړې چې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه يې درلوده.
په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.
د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو دا ځل د خپل مشر عمران خان تر زنداني کېدو وروسته د پوځي او امنيتي ادارې ضد بيانيه خپله کړې وه او يوشمېر امېدوارانو خو یې ان مخامخ انتخاباتي کيمپېن هم نه شو کولای.
هغو خپلواکو نوماندانو د بل هر ګوند پرتله د قامي اسمبلۍ زياتې څوکۍ وګټلې او بل خوا يې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره غوڅ اکثريت ترلاسه کړ.
پر دې برسېره، په بلوچستان کې پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګوندونو هم د ګڼو څوکيو ګټلو ادعا کړې او پر انتخاباتي کمېشن تور پورې کوي چې د اېسټیبلېشمنټ په وينا يې په انتخاباتو کې ټګي کړې او نتيجې يې بدلې کړې دي، خو انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي دي.
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ ضد بيانيه تل پياوړې پاتې شوې ده، خو پوځ او امنيتي ادارې يې مخه نيسي. "د ۲۰۰۸ز کال تر عامو انتخاباتو وړاندې [جنرال پروېز] مشرف د نواز شريف او بېنظير بوټو په اړه ويلي ول چې ولس هغوی رد کړي دي، نواز شريف او بېنظيره هغه وخته له هېواده بهر رول. خو چې کله انتخابات وشول نو د هغوی ګوندونو حکومت جوړ کړ او مشرف لاړ. دا بيانيه له ډېره وخته راروانه ده خو مشکل دا دی چې سياسي ګوندونه مقابله نه کوي. خلک د اېسټیبلېشمنټ خلاف ووټ ورکړي خو اېسټیبلېشمنټ نتيجې کنټرول کړي او حکومت خپله هغوی جوړ کړي."
جنرال پروېز مشرف د پاکستان پخوانی پوځي واکمن وو چې په ۱۹۹۹ز کال کې يې کودتا وکړه او تر ۲۰۰۸ز کال پورې په واک کې پاتې شو.
پر هغه مهال په ۲۰۰۶ز کال کې په لندن کې د پاکستان د دوو لویو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند مشرانو په هغه هېواد کې د ولسواکۍ پياوړتيا لپاره "د جمهوريت منشور (چارټر اف ډېموکرېسي)" لاسلیک کړ.
نواز شريف او بېنظير بوټو په هغه لوظنامه کې پرېکړه وکړه چې یوازې ټاکل شوي استازي د پاکستان د ولس د لويو ګټو د خوندې کولو لپاره د حکومت کولو حق لري.
د سياسي چارو شنونکی او د پېښور پوهنتون پخوانی ښوونکی پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په هغه هېواد کې پوځ تر ټولو زيات ځواکمن پاتې شوی دی او هر څوک چې يې مخې ته درېدلي، هغوی يې زيانمن کړي دي.
نوموړی وايي چې د پاکستان لوی ګوندونه پر خپلو جمهوري ژمنو نه درېږي او د واک لپاره له اېسټیبلېشمنټ سره جوړجاړی کوي. "ما ته داسې ښکاري چې په راتلونکې وخت کې د اېسټیبلېشمنټ کنټرول نور هم زياتېږي. ايسټېليشمېنټ يوازې هغو کسانو ته په انتخاباتو کې د برخې اخيستو اجازه ورکړې وه چې د هغوی خلاف نه ول. د عمران خان د ګوند هغه کسان په انتخاباتو کې ولاړ ول چې د ايسټېليشمېنټ بيانيه يې حمايه کوله او د نواز شريف د ګوند هر هغه کس انتخابات بايللي چې اېسټیبلېشمنټ نه غوښت."
د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.
بل خوا افراسياب خټک ګوندونو ته ګوته نيسي او زياتوي چې په ولس کې پوهه راغلې خو د هغه په وينا، ګوندونه هم بايد د اېسټیبلېشمنټ خلاف له ولس سره ودرېږي او د هغوی د رايو احترام وکړي. "که سياسي ګوندونه ځان نه پوهوي نو خلک خو پوه شوي دي چې اصل مسله جرنېل شاهي ده او په ملک کې ټول اختيار د هغوی دی او فيصلې هغوی کوي او دا مشکل د هغوی له فيصلو جوړ شوی دی، خو ګوندونه زړه نه ټينګوي چې د خلکو له بيانيې سره ودرېږي."
خټک زياتوي چې ولس هر هغه ګوند رد کړی دی چې د ولس له بيانيې سره نه ده درېدلی. "تر هغو چې دا ظلم، زياتی او مشکلات وي نو ولسي بيانيه به روانه وي، خو سياسي ګوندونو ته په کار ده چې له ولس سره ودرېږي او د ولس د خواهشاتو احترام وکړي."
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د قامي اسمبلۍ له ۲۶۶ عامو څوکيو څخه يې پر ۲۶۵ رايې واچول شوې چې د غیر حتمي نتیجو له مخې، تر ټولو زیاتې یعنې ۱۰۱ څوکۍ خپلواکو نوماندانو ګټلې دي چې ورڅخه یې پر ۹۲ هغو د تحریک انصاف ملاتړي امېدواران منتخب شوي دي. بل خوا په نورو لويو ګوندونو کې پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴ او متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
خو سرفراز خان زياتوي چې عمران خان په اصولي ډول د اېسټیبلېشمنټ خلاف نه دی بلکې په موقتي ډول يې ورسره اختلافات پيدا شوی چې په راتلونکې کې بيا ورسره يو ځای کېدلی شي.