د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېلو بیې لوړې کړې دي


په اسلام اباد کې د تېلو د پمپ کارکوونکي په ګاډو کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د تېلو د پمپ کارکوونکي په ګاډو کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د فبرورۍ له ۱۶مې څخه د پېټرولو او ډیزلو د بیو لوړولو اعلان کړی دی.

د مالیې وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د یو لیټر پېټرولو نرخ دوه روپۍ ۷۳ پیسې او د یو لیټر ډیزلو بیه اته روپۍ ۳۷ پیسې زیاتوي.

له دې سره د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۷۵ روپۍ او ۶۲ پیسې او د ډیزلو څه باندې ۲۸۸ روپۍ ته رسېدلی دی.

بیان زیاتوي چې د تېلو نوې بیې به د میاشتې تر پای پورې عملي وي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د میاشتې تر نیمايي پورې هم د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې وې.

تر دې مخکې حکومت د جنورۍ له ۱۶مې څخه د میاشتې تر پای پورې د یو لیټر پېټرولو نرخ اته روپۍ کم کړی وو خو د ډیزلو هغه یې پر ځای ساتلی وو.

د جنورۍ پر ۱۵مه د پاکستان د بجلۍ د اخیستو مرکزي ادارې (سنټرل پاور پرچېسېنګ اېجنسۍ) په یو درخواست کې د برېښنا د نظم له قامي ادارې (نیپرا) څخه غوښتي ول چې د بجلۍ نرخ دې د یو یونټ پر سر پینځه روپۍ زیات کړي.

پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG