د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د ګېس سلېنډر چاودنې ۳ کسان وژلي دي


د پېښور په چاودنه کې د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ انځور له ارشیفه.
د پېښور په چاودنه کې د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په یوه کور کې د ګېس سلېنډر چاودېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.

د مرستندويه او ژغورنې چارو اداره (ریسکیو ۱۱۲۲) وایي چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۶مه د ګلبهار په اعجاز اباد سیمه کې شوې ده.

د چاودنې له امله د کور چت راپرېوتی دی چې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم تر لاندې شوي دي.

د وژل شويو کسانو مړي له ملبې ایستل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې مخکې هم دا ډول چاودنې شوي چې مرګژوبله یې اړولې ده. د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۲۴مه، د پېښور پر کوهاټ روډ په یو کور کې دننه د ګېس سلېنډر په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه کسان ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG