د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ضلع کې لسګونه زره ماشومان له ښوونځیو بهر دي


د خیبر ضلعې په تیرا کې ماشومان په ښوونځي کې تر شنه اسمان لاندې ناست دي ـ پخوانی انځور.
د خیبر ضلعې په تیرا کې ماشومان په ښوونځي کې تر شنه اسمان لاندې ناست دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خيبر ضلعې د تعليم ادارې چارواکي وایي، په هغه ضلع کې ۶۴،۰۰۰ ماشومان له سکولونو بهر دي.

د ادارې چارواکي شیرزمان خان د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، له سکلونو بهر د لسګونه زره ماشومانو عمرونه تر ۱۸ کلونو کم دي او دوی د دې لپاره کار کوي چې هغه ماشومان په ښوونځي کې داخل کړي.

نوموړي وویل، په دې لړ کې، کلي په کلي ګرځي او د ماشومانو له کورنیو سره ویني او هغوی دې ته تشویقوي چې خپل ماشومان زدکړو ته واستوي.

د خیبر ضلعې د تعلیمي څار ادارې ویلي چې دا مهال په خیبر ضلع کې څه باندې ۷۰۰ تعلیمي ادارې فعاله دي او دوی یې د هر ډول نیمګړتیاوو په هکله میاشتنی رپوټ تیاروي او له اړوندو ادارو سره یې شریکوي.

د خیبر د تعلیم ادارې چارواکي وایي چې په سرکاري سکولونو کې داخلې او کتابونه وړیا ورکول کېږي او چې په کومو سیمو کې سرکاري سکولونه نه شته، هلته دې خلک خپل بچي په شخصي سکولونو کې داخل کړي.

د خیبر پښتونخوا د نورو قبایلي ضلعو په څېر په خیبر ضلع کې هم په تېرو کلونو کې د بدامنۍ څپې تعليمي ادارې اغېزمنې کړې وې. چارواکي وایي په هغو پېښو کې وسلوالو ۱۴۲ سکولونه ړنګ کړي ول چې پکې زياتره بېرته رغول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG