د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونیو ګوتېرېش: د طالبانو حکومت لا د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی


ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۱۹مه په قطر کې د افغانستان په اړه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي.
ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۱۹مه په قطر کې د افغانستان په اړه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده.

د طالبانو د حکومت استازو په هغه غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه په ناسته کې د افغانستان لپاره د هغه سازمان د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړو استازو او ځینو افغان ښځو ګډون وکړ.

د امریکا له خوا د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د دوو ځانګړو استازو تامس وېسټ او رینا امیري ګډون وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ناسته رغنده وبلله او و یې ویل چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره پر تړلو کلیدي مسایلو اجماع لري.

ده وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب او یو سوله ‌ییز او نړۍ سره تړلی افغانستان هغه موضوعات دي چې نړیواله ټولنه پرې توافق لري.

ده وویل، البته دا ټول هغه څه دي چې لا عملي شوي نه دي او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښنې لري. "طالبان فکر کوي چې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب نه ویل یې مسوولیت نه دی او بیا غواړي چې نړۍ یې حکومت په رسمیت هم وپېژني."

ګوتېرېش وویل، نړیواله ټولنه فکر کوي چې اندېښنو ته یې ځواب نه دی ویل شوی او نه شي کولای چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره ورسره رابطې وساتي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او داسې افغانستان غواړي چې له ځان، خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه‌ ګډون ته په اشاره وویل، هغوی ورته داسې لیک استولی وو چې پکې یې غوښتنې د نورو افغانانو د حقونو د نقض او له نړیوالو اصولو سره په تضاد کې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل، استازي یې په غونډه کې ګډون نه کوي.

وزارت په بیان کې ویلي ول ملګرو ملتونو ته یې روښانه کړې وه چې که د "یوازیني مسوول لوري" په توګه ورته د ګډون اجازه ورکوي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمینځ د ټولو مسایلو په اړه ورته د واضح خبرو اترو زمینه برابروي نو پکې به یې ګډون ګټور وي.

په بیان کې راغلي ول چې په دې برخه کې پرمختګ و نه شو، نو ځکه استازي نه وراستوي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي ول چې غواړي د طالبانو د حکومت استازي هم د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش زیاته کړه چې د دوحې د ناستې ګډونوال د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو لپاره همغږۍ ته نېږدې شوي دي او د دې لپاره یو داسې پلایو جوړوي چې د طالبانو په ګډون به له ټولو خواوو سره خبرې کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌ دی ښوولی، خو تر دې مخکې یې خپل حکومت ټولشموله بللی او دا دعوه هم کوي چې د ټولو افغانانو حقونه یې خوندي کړي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو د استازي له ګومارنې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي یې ول چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د نوي استازې اړتیا نه شته.

د طالبانو حکومت هغه مهال ګواښ کړی وو چې که نوی استازی وټاکل شي نو ورسره به همکاري و نه کړي.

روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره یې نېږدې اړیکې ټینګې کړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک له رایې ورکولو ډډه وکړه چې پکې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غوښتنه شوې چې ژر دې د افغانستان، په ځانګړي ډول، د بشري حقونو چارو لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

اخوا د غونډې یو بل مهم ګډونوال او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن کابل ته په وروستي سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغې ناستې په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي په وروستیو کې د مشال راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطه خوشبیني څرګنده کړه.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه ده. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG