د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د چمن نيول شوي پرلتوال يې خوشې کړي دي


په چمن کې پرلتوالو د سرحدي ځواکونو د مرکز مخې ته کنټېنرونه درولي دي ـ د فبرورۍ شپږمې انځور
په چمن کې پرلتوالو د سرحدي ځواکونو د مرکز مخې ته کنټېنرونه درولي دي ـ د فبرورۍ شپږمې انځور

د بلوچستان نګران حکومت ويلي چې په پښتون مېشته سيمه چمن کې يې نيولي ټول پرلتوال خوشې کړي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر ۲۰مه رسنيو ته په لېږل شوی بيان کې زياته کړې چې هغه پرلتوال يې د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاسپورټ دفتر تړلو په تور نيولي ول، خو نوموړي يې شمېر ياد نه کړ.

د اڅکزي په خبره پرلتوالو د فبرورۍ پر ۱۸مه د چمن پاسپورټ دفتر مخې ته کنټېنران اېښې ول او لاره يې تړلې وه. نوموړي زياته کړه چې د فبرورۍ پر ۲۰مه د پرلتوالو له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته پوليسو نيول شوي پرلتوال خوشې کړل.

په چمن کې د پاسپورټ او وېزې پرضد پرلتوالو د خپلو ملګرو تر ګرفتارۍ وروسته د فبرورۍ پر۲۰مه د احتجاج په توګه هغه ښار په بشپړه توګه تړلی او د کوټې او چمن ترمینځ لاره بنده کړې وه.

د پرلت د کمېټۍ مشر مولوي حنان د فبرورۍ پر ۱۹مه ناوخته پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې هغوی به د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړې وه "ریاستي ادارو زموږ پر پرامنه احتجاج چاپه وهلې او زموږ ځینې ملګرې یې د امنیت د خرابولو په تور نیولې دي، حالانکې داسې هېڅ نه شته."

د پرلتوالو د کمېټۍ مشرانو د فبرورۍ پر ۲۰مه ناوخته مشال راډيو ته د نيول شويو پرلتوالو د خوشې کېدو پخلی وکړ.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

تر دې وړاندې احتجاجیانو د جنورۍ پر ۲۱مه د نه خوړو اعتصاب پیل کړ خو د دیني عالمانو او ولسي او سیاسي مشرانو پر ټینګار یې ۳۵ ساعته وروسته ختم کړ.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

چمن کې د پرلت له وجې سلګونه ګاډي بند پاتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې خلک وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې د لارو په تګ راتګ کې د اسانتيا او نورو غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی خو د هغوی په وينا، حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي.

بل خوا د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG