د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ عدالت په ضمانت د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ غړي خوشې کولو امر کړی دی


عظیم یوسفزی د فبرورۍ پر ۲۰مه د صوابۍ تر احتجاجي جلسې وروسته نیول شوی وو.
عظیم یوسفزی د فبرورۍ پر ۲۰مه د صوابۍ تر احتجاجي جلسې وروسته نیول شوی وو.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د شاه منصور عدالت د عوامي نیشنل ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فیډرېشن) د پخواني مشر ضمانت منظور کړی او د هغه د خوشې کولو امر یې کړی دی.

عظیم یوسفزی د فبرورۍ پر ۲۰مه په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد د عوامي نیشنل ګوند تر جلسې وروسته نیول شوی وو.

د صوابۍ د پولیسو د استخباراتي څانګې (سپېشل برانچ) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې یوسفزی یې په جلسه کې د ریاستي یا دولتي ادارو پرضد د شعارونو ورکولو په تور نیولی دی.

د زده کوونکو د سازمان یو مشر امین الله کونډي مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د فبرورۍ پر ۲۰مه شپې مهال د یوسفزي پر کور چاپه ووهله او هغه یې ونیوه.

کونډي د فبروري پر ۲۱مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې عدالت یوسفزي ته ضمانت ورکړی دی.

عوامي نیشنل ګوند تور پورې کوي چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې یې له نوماندانو سره ټګي شوې ده. له عوامي نیشنل پارټۍ علاوه يوشمېر نورو ګوندونو هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې کړي او پرضد یې احتجاجونه کړي دي، خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت دا تور ردوي او وايي چې ټاکنیز بهیر بشپړ روڼ او عادلانه وو.

XS
SM
MD
LG