د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي په خوست کې د طالبانو حکومت له رسنیو سره د نجونو په خبرو کولو بندیز لګولی دی.
یاد مرکز د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل چې د طالبانو ولایتي حکومت له راډیوګانو او ټېلېویزیونونو سره د نجونو پر اړیکه نیولو د بندیز تر څنګ د رسنیو مسوولینو ته خبرداری ورکړی دی چې که په خپرونو کې د نجونو ټېلېفونونه واخلي نو احضار او قانوني چلند به ورسره وکړي.
په خوست کې د دوو سیمه ییزو رسنیو چارواکو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا موضوع تایید کړه، خو ویې نه غوښتل چې د دوی نوم څرګند شي.
د خوست امنیه قومندانۍ په لیک کې ادعا شوې چې یوشمیر راډيوګانو د ښوونځيو درسونه او یا ټولنیزې خپرونې کوي او په دې کې غیرمشروع ټیلیفوني اړیکو ته زمینه برابرېده.
د خوست چارواکو او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند قاري بسم الله حبیب په دې اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د افغانستان خبريالانو مرکز په خپله اعلامیه کې ويلي دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله په وروستيو کې په خوست کې د رسنيو له لارې د ښوونځي د درسونو ښوونيزې خپرونې ډيرې شوې دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز د شمېرو له مخې، په خوست ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډيو او تلويزيون په ګډون ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي دي.
په ورته وخت کې په هلمند کې هم د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې رسنیو ته ویلي چې د سوداګریزو اعلانونو په ګډون په هېڅ پروګرام کې دې د ښځو غږ نه خپروي.
طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د بیان ازادۍ او د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو ته د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن دي، خو پر افغانستان د واکمنېدو وروسته یې پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي چې د ځینې هېوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو ملاتړ کونک لخوا له نیوکو سره مخ شوي دي.