د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینو ګوندونو پر انتخاباتي کمېشن د نتیجو فارمونو بدلولو تور پورې کړی


ځینو ګوندونو پر انتخاباتي کمېشن د نتیجو فارمونو بدلولو تور پورې کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:49 0:00

پاکستان تحریک انصاف دعوه کړې ده چې د پولېنګ سټېشنونو د ابتدايي نتیجو فارمونه (فارم ۴۵) ښيي چې انتخاباتي کمېشن د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) په وینا ورسره درغلي کړې ده. هغه ګوند دا خبره تر هغې وروسته کړې چې انتخاباتي کمېشن د مارچ پر پینځمه پر خپله ووبپاڼه د رایې ورکونې د ټولو مرکزونو د لومړنیو پایلو فارمونه خپاره کړل. تحریک انصاف تور پورې کړی چې کمېشن یې د ۸۰ پلویانو په فارمونو کې بدلون کړی دی او د مسلم لیګ (ن) او نورو ګوندونو د نوماندانو په حق کې یې نتیجې بدلې کړې دي. اخوا پیپلز ګوند دعوه کوي چې کمېشن په ځینو فارمونو کې د تحریک انصاف په حق کې پایلې بدلې کړې دي. انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي چې انتخابات شفاف او منصفانه ول. د پاکستان پوځ په انتخاباتي بهیر کې د مداخلې تورونه رد کړي دي. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG