د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمينځ سيالي کېږي


د اسلام اباد یونایټېډ الېکس هېلز توپ وهي او شا ته یې د کوټه ګلیډېټرز وېکټ ساتونکی سرفراز احمد ولاړ دی - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
د اسلام اباد یونایټېډ الېکس هېلز توپ وهي او شا ته یې د کوټه ګلیډېټرز وېکټ ساتونکی سرفراز احمد ولاړ دی - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په وروستۍ مرحله کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۵مه د کراچۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ملتان سلطانز په اووه وېکټو پېښور زلمي ته په ماتې ورکولو د پي اېس اېل نهم پړاو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده.

په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ پېښور زلمي وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۴۶ منډې وکړې. ملتان سلطانز ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د مارچ ۱۵مې د سیالۍ بایلونکې لوبډله به له پي اېس اېله بهر شي او بریالۍ هغه به د مارچ پر ۱۶مه له پېښور زلمي سره لوبه کوي. د خالي یا شنبې پر ورځ چې هرې لوبډلې سیالي وګټله، هغه به د مارچ پر ۱۸مه له ملتان سلطانز سره په پایلوبه کې مخامخېږي.

د پاکستان سوپر لیګ په نهم پړاو کې شاملې هرې لوبډلې په لومړي سر کې ۱۰، ۱۰ سیالۍ وکړې. د هغو له مخې، ملتان سلطانز په ۱۴ پواینټونو پر لومړي مقام، پېښور زلمي په ۱۳ نومرو پر دویم ځای، اسلام اباد یونایټېد په ۱۱ پواینټونو او د منډو لوړ وروستي تناسب له وجې پر درېيم او کوټه ګلیډیېټرز هم په ۱۱ پواینټونو او د منډو د کم وروستي تناسب له وجې پر څلورم ځای ده.

تر دې وروسته پینځم مقام د کراچۍ کېنګز دی او د ۲۰۲۳ز کال د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز پر شپږم مقام ده. هغه دواړه لوبډلې وار له مخه د نهم پړاو له سیالیو بهر شوې دي.

XS
SM
MD
LG