د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ایرلینډ لوبډلې نن د ۲۰ اووره کرکټ دویمه سیالي لري


د افغانستان لوبغاړي د ایرلینډي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د مارچ ۱۵مې انځور.
د افغانستان لوبغاړي د ایرلینډي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د مارچ ۱۵مې انځور.

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په دویمه لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د شارجې په لوبغالي کې د مارچ ۱۷مې سیالي د کابل پر وخت د ماخوستن پر اته نیمو او د پېښور پر نهو بجو پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایرلینډ د مارچ پر ۱۵مه په لومړۍ سیالۍ کې کوربه افغانستان ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ ایرلینډ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۴۹ منډې وکړې. په ځواب کې افغان لوبډلې ښه توپوهنه و نه کړای شوه او بیټران یې ژر، ژر وسوځېدل. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې په ۱۱۱ منډو وسوځېدل.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالۍ د مارچ پر ۱۸مه ترسره شي.

تر دې مخکې، افغان لوبډلې له ایرلینډه د درو ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه خو یوازینۍ ټېسټ سیالي یې ورڅخه بایللې وه.

XS
SM
MD
LG