د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټراليا له افغانستان سره د کرکټ ۲۰ اووره لوبلړۍ ځنډولې ده


د افغانستان او استراليا کرکټ لوبډلې له يو بل سره د لوبې پر مهال ـ پخوانی انځور
د افغانستان او استراليا کرکټ لوبډلې له يو بل سره د لوبې پر مهال ـ پخوانی انځور

د اسټراليا کرکټ ادارې ويلي په افغانستان کې [د طالبانو د حکومت لخوا] له ښځو او نجونو سره تر [روان] چلند وروسته يې له خپل حکومت سره په مشوره له افغان کرکټ لوبډلې سره د راتلونکې ۲۰ اووره لوبلړۍ د ځنډولو پرېکړه ده.

د اسټراليا کرکټ ادارې د مارچ پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې هغوی به په ټوله نړۍ کې "په کرکټ کې د ښځو او نجونو د ګډون" لپاره خپلې ژمنتيا ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې به د دوه اړخیزو سیالیو د بیا پیل لپاره د کرکټ له نړيوالې شورا او د افغانستان له کرکټ بورډ سره په ګډه کار وکړي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټراليا کرکټ لوبډلې په اګست کې په يو درېيم هېواد کې د درو ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ وکړي.

دا په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې درېيم ځل دی چې اسټراليا له نړيوالو اتلوليو بهرد افغانستان خلاف له کرکټ کولو انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت که يو خوا ښځې له کرکټ او يوشمېر نورو لوبو منع کړي نو بلخوا يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو هم بنديز لګولی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ لا تر اوسه د اسټراليا د تازه پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG