د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لاره د اېف ای اې او اېف سي ځواک د کارکوونکو تر نښتې وروسته بیا پرانیستل شوې


په تورخم کې د پاکستان امنیتي سرتېري پهره کوي - پخوانی انځور.
په تورخم کې د پاکستان امنیتي سرتېري پهره کوي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې چارواکي وايي چې په تورخم کې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په دفتر کې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او فرنټییر کور (اېف سي) ځواک د سرتېرو ترمینځ نښته شوې ده.

یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وهل ټکول د مارچ پر ۲۴مه غرمې مهال شوي چې پکې د دواړو ادارو یوشمېر کارکوونکي ژوبل شوي دي.

دی وايي، تر پېښې وروسته د تورخم دروازه تر لنډ وخت پورې تړل شوې وه او مساپرو تګ راتګ نه شو کولای.

چارواکي وروسته مشال راډیو ته وویل چې لاره تر دوو ساعتونو وروسته بیا پرانیستل شوه.

د لواړګي د روغتون چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ژوبل کارکوونکي یې تر درملنې وروسته له روغتونه فارغ کړي دي.

د نادرا په دفتر کې پر تورخم د تګ راتګ کوونکو سفري اسناد لیدل کېږي او پر پاسپورټونو یې د دخول او خروج ټاپې وهل کېږي.

د پولیسو یو مشر او ځینو عیني شاهدانو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اخ و ډب پېښه هغه وخت شوې چې د اېف سي ځواک یو سرتېري افغانستان ته په تذکره د یو وګړي د اړولو هڅه کوله چې د اېف ای اې کارکوونکو هغه ایسار کړ. دوی وايي، د دې په غبرګون کې د اېف سي ځواک سرتېري ورغلل او د اېف ای اې کارکوونکي یې ووهل.

د اېف ای اې کارکوونکي په تورخم کې د مساپرو سفري اسناد ګوري او د اېف سي ځواک سرتېري یې د سامانونو تالاشي اخلي.

په تورخم کې د پلټنو وفاقي ادارې یو مشر یاسر خان مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اېف سي ځواک سرتېرو یې په کار کې "بې ځایه مداخله کړې" چې له وجې یې اخ و ډب وشو.

هغه ویلي چې د خلکو د اسنادو کتلو او ارزولو په عمل کې د اېف سي ځواک د سرتېرو "هېڅ کار نه شته خو بیا هم پکې مداخله کوي. په کار ده چې دوی د خپل اختیار په دایره کې کار وکړي."

اېف سي ځواک رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې چارواکو د پېښې نوټس اخیستی دی.

بیان وايي چې لومړی د دواړو ادارو د کارکوونکو ترمینځ لفظي شخړه وشوه چې په نښته واوښته چې پکې د "دواړو خواوو کسان معمولي ژوبل شوي دي."

اېف سي ځواک زیاتوي چې مسله حل شوې او په راتلونکې کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

په تورخم کې په وروستیو کې د سرکاري ادارو کارکوونکو پر یو بل د رشوت په بدل کې د بې اسناده کسانو د لېږدولو او داراز، د امریکايي ډالرو د ناقانونه قاچاق تورونه هم پورې کړي دي.

پاکستان او افغانستان د مساپرو د تګ راتګ او د سامانونو د لېږد یوشمېر لارې لري چې ورڅخه یې تورخم تر ټولو زیاته مصروفه لاره ده.

XS
SM
MD
LG