د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالانو د خضدار د یو خبریال د وژنې خلاف احتجاج کړی دی


د بلوچستان خبریالانو اتحادیه د امنیت لپاره د یو احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان خبریالانو اتحادیه د امنیت لپاره د یو احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان د سر ښار کوټې په ګډون د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د خبريالانو مرکزي او صوبايي سازمانونو احتجاجي مظاهرې کړي او د خضدار په پېښه کې د خبريال وژنه يې غندلي ده.

د اپرېل پر درېیمه په خضدار کې په بمي چاودنه کې خبریال او د سیمې د پرېس کلب مشر مولانا محمد صدیق مینګل په ګډون درې تنه وژل شوي ول.

د خبريالانو سازمان مشرانو په مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د صحافيانو ژوند خوندي ساتلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

بلخوا د خضدار پوليسو تاڼې مشر غلام مصطفا رند مشال راډيو ته وويل چې خبريال صديق مېنګل د مې پر درېیمه غرمه مهال د هغه پر ګاډي د مقناطيسي بم چاودېدو له وجې ووژل شو. نوموړي زياته کړه چې صديق مينګل له پرېس کلب څخه د خضدار پوهنتون پر لور روان وو چې له چمروک څلور لارې سره نېږدې يې په ګاډي کې بمي چاودنه وشوه.

رند زياته کړې ده چې په بمي چاودنه کې دوه موټر سايکل سپاره کسان هم وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. تر اوسه د هغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او په بريد کې د لاس لرونکو کسانو خلاف به اقدامات کوي.

خضدار د بلوچستان په منځنۍ برخه کې موقعیت لري. دا بلوچ مېشته سیمه ده او د صوبې له مرکزي ښار کوټې څخه جنوب ختیځ ته په شاوخوا ۳۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان او په ځانګړې توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې په دې ورستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د صوبې په پښتون مېشته سیمې دوکۍ کې د مې پر دویمه نېټه د ځمکلاندې بمونو په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د يو سرتېري په ګډون ۲۰ کسان ژوبل شوي وو.

د دوکۍ د پولیسو مرستیال مشر جلیل احمد مري د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د مې پر دويمه هغه مهال وشوه چې له سکرو بار ټرک له سیمې تېرېده. چا د هغې پېښې زمه واري نده منلې.

له دې وړاندې د اپریل پر اوومه هم په خضدار کې په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي ول.

د خضدار پېښه پر داسې مهال شوې چې د مې دریېمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده او په پاکستان کې خبریالان وایي چې محدودیتونه پرې زیات شوې دي.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) ویلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

د ادارې په خبره، په هغه موده کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG