د لاسرسي ځای

تازه خبر

نامعلومو وسلوالو په ګوادر کې ۷ مزدوران وژلي دي


د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پخوا هم مزدوران په نښه کړل شوي دي. پخوانی انځور
د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پخوا هم مزدوران په نښه کړل شوي دي. پخوانی انځور

چارواکي وايي چې د بلوچستان په ګوادر ښار کې نامعلومه وسلوالو د مې اتمې په شپه ۷ مزدوران وژلي او یو يې ټپي کړی دی.

د ګوادر د پوليسو تاڼې مشر محسن بلوڅ ځايي رسنیو ته ویلي چې د سربندن په سيمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر هغه کور حمله وکړه چې پکې ۷ مزدوران اوسېدل. نوموړي زیاته کړه چې د بريد پر مهال وژل شوي کسان ويده ول. د ده په خبره، وژل شوي مزدوران د پنجاب خانېوال ښار اوسېدونکي دي.

پوليس وايي چې د پېښې په تړاو يې څوک نه دې نيولي البته په دې اړه يې د نامعلومو وسلوالو ضد مقدمه دایره کړې ده. د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د مې پر ۹مه پر اېکس پاڼه د دې پېښې غندنه کړې ده.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمه کې مزدوران په نښه شوي دي‎. تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه په نوشکي کې د وسلوالو له خوا د ډز په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او پينځه نور ټپيان شوي ول.

د نوشکي د پوليسو مشر الاهي بخش د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډيو ته ویلي ول چې لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کلومیټر لرې د سلطان چړايي په سیمه کي هغه وخت شوې چې کله پر قامي لويه لاره ناڅرګنده وسلوالو، له مساپر وړونکو بسونو او موټرانو خلک کښته کړي او د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې نهه کسان وژلي دي.

پوليس چارواکی زياتوي چې د وژل شویو کسانو تعلق له پنجاب صوبې سره دی او دوی له کوټې له ایران سره پر پوله پروت سرحدي ښارګوټي تفتان پر لور روان ول. د الاهي بخش په وینا، په هغه پېښه کې وژل شوي ټول مزدوران ول.

ده زیاته کړې وه چې کله وسلوالو سړک بند کړی وو نو پر دې مهال د جمعیت علمای اسلا م (ف) د صوبايي اسمبلۍ د غړي غلام دستګیر بادیني خپلوانو یو موټرد پېښې له ځايه د تښتولو هڅه کړې وه او وسلوالو ورباندې ډزې کړې وې.

د پولیس چارواکي په وینا، موټر اوښتی او دوه تنه پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي. دا لا نه ده څرګنده چې په دویمه پېښه کې مرګ ژوبله د وسلوالو له ډزو او که د موټر له اوښتو رسېدلې ده.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په نوشکي کې د حملې ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښو شمېر زیات شوی دی. د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي وو.

تر هغه وړاندې د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې چاودنې يو کس وژلی او پينځه نور یې ژوبل کړي وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG