د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو او حکومت تر مینځ خبرې یو ځل بیا بې نتیجې پای ته رسېدلي


په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې پرلت روان دی ـ پخوانی انځور.
په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې پرلت روان دی ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف پرلتوالو او حکومتي پلاوي ترمینځ مذاکرات يو ځل بيا بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

د سرکاري پلاوي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي ويلي د احتجاج کوونکو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي.

نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته وويل چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان ونه کړي.

د نوموړي وینا وه چې سرحدي چارې له مرکزي حکومت سره تړاو لري خو دوی به هڅه کوي چې له اړوندو چارواکو سره په دغه اړه خبرې وکړي او داسې حل یې ولټوی چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

خو د چمن پرلتوالو مشر صدیق اڅکزي پرون مظاهرې ته د وينا پر وخت وويل چې تر څو حکومت د ځايي خلکو لپاره له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط نه وي ختم کړی، د دوی احتجاج به دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرلتوالو د مې له څلورمې د کوټې او چمن تر مینځ لويه لاره تړلې ده.

د نوموړي وینا وه چې د ځايي ولس روزګار له تاوانونو سره مخامخ شوی دی او دوی به له خپلو غوښتنو څخه په شا نه شي.

تر دې وړاندې د مې پر ۱۲مه، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي ول چې حکومت غواړي د خبرو له لارې یو جوړجاړي ته ورسېږي.

د مې ۱۲مې په ماښام د لانګو په مشرۍ د حکومتي پلاوي او د صادق اڅکزي په مشرۍ د پرلتوالو کمېټۍ د مشرانو ترمینځ خبرې وشوې. په حکومتي پلاوي کې د کورنیو چارو صوبایي سېکرټر، د صوبې د پولیسو مشر او د صوبایي اسمبلۍ سپيکر عبدالخالق اڅکزی شامل ول.

لانګو وویل چې له پرلتوالو یې غوښتي دي چې د کوټې چمن لاره پرانيزي او د نورو غوښتنو لپاره به د مې له ۱۳مې خبرې پيلوي. بلخوا د پرلت مشران وایي چې حکومت ته یې خپلې غوښتنې تکرار کړي خو هغوی ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی، البته دومره یې ورته ویلي دي چې دا غوښتنې به له مرکزي حکومت سره څېړي.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبرپه پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي. په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

پر پرلتوالو ډزې

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پرلتوالو وروسته د یو وژل شوي کس مړی د چمن مرستیال کمشنر دفتر مخې ته کېښود، او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج یې پراخ کړ.

هغوی له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې ده او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک ودانۍ د احتجاج په توګه تړلې دي. هغوی وايي چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

د بلوچستان حکومت لا د هغوی د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د مې پر ۱۰مه د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) مظاهرو ته د شپږو ګوندونو د غړو او پلویانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اېتلاف د چمن، پښين، ژوب او قلعه سيف الله په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو د چمن پرلت په ملاتړ لاريونونه او احتجاجي غونډې کړې دي. د اېتلاف مشرانو د مې پر ۱۰مه د احتجاجي غونډو پر مهال د چمن پر پرلتوالو د اېف سي ځواک د سرتېرو د مبينه ډزو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG