د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالان د پریس کلب تړلو اقدام ضد د اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي


د بلوچستان خبریالانو په کوټه کې مظاهره کړې ده.
د بلوچستان خبریالانو په کوټه کې مظاهره کړې ده.

د بلوچستان د خبریالانو ټولنې بلوچستان یونېن اف جرنلسټس د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته د ورتګ پر ځای د اسمبلۍ مخې ته د احتجاج اعلان کړی دی.

ټولنې د مې پر ۱۹مه په یو بیان کې ویلي چې دا احتجاج د کوټې د انتظامیې لخوا یوه ورځ مخکې د پریس کلب د تړلو د اقدام پرضد کوي.

د دوی په وینا، د دې تر څنګ به د مې پر۲۱مه په ټول ملک کې خبریالان د دې پېښې پرضد د پریس کلبونو مخې ته احتجاجي مظاهرې کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د کوټې انتظامیې د مې پر ۱۸مه هغه مهال د کوټې پریس کلب هغه مهال وتاړه چې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ لخوا هلته یو سمینار وربلل شوی وو.

پولیس وایي چې په سیمه کې د بم د شتون تر اطلاع وروسته یې پریس کلب او نېږدې ودانۍ د لټون عملیاتو په مهال تړلی وې، خو خبریالان دا ردوی او وایي چې د پولیسو دا عمل په اساسي قانون کې د ورکړل شوی بیان د ازادۍ خلاف کار دی او د دې پر ضد به احتجاجونو ته دوام ورکوي.

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د کوټې پریس کلب د تړلو په اړه یوه پارلېماني کمیټۍ جوړه کړې ده. دغه کمیټۍ به د پریس کلب بندولو د پېښې تر پلټنې وروسته خپل راپور اعلا وزیر ته وړاندې کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG