د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په بلوچستان کې د سکرو وړونکې لارۍ ډرایور وژلی دی


د بلوچستان په دشت کې کان کيندونکو د هغه تن مړی راخیستی چې د کان د لویدو له وجې مړ شوی وو - انځور له ارشیفه
د بلوچستان په دشت کې کان کيندونکو د هغه تن مړی راخیستی چې د کان د لویدو له وجې مړ شوی وو - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه سنځاوۍ کې ناڅرګنده وسلوالو پر سکرو وړونکیو لاريو بريد کې يو چلوونکی وژلی او بل يې ژوبل کړی دی.

د بلوچستان د زيارت ضلعې مرستيال کمشنر لياقت کاکړ د مې پر ۲۲مه مشال راډېو ته وويل چې بېګا شپه د زيارت او دوکۍ ترمنځ سنځاوۍ سيمه کې لومړی ناڅرګند وسلوالو پر لاريو ډزې وکړې او وروسته يې ورته اور واچاوه.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې څلور لارۍ په بشپړه توګه سوځېدلې دي. د دې پرضد په دوکۍ سيمه کې د سکرو کانونو مالکانو د احتجاج په توګه خپل کار بند کړی دی.

د کانونو د مالکانو اتحاديې يو مشر ايوب ناصر د مې پر ۲۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پوری کړ چې امنيتي ادارې د دوی لاریو او مزدورانو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلي دي: "امنيتي ادارې موږ ته امنيت نه راکوي. په قلاره ناست دي او هېڅ قسمه کاروايي نه کوي."

بلخوا د زيارت ضلعې مرستيال کمشنر وايي چې له يادې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي خو تر دې دمه يې څوک نه دي نيولي . هېچا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

خو له دې مخکې د مارچ په ۲۳ مه د بلوچستان له دوکۍ څخه د کويلې کانونو ۷ مزدوران تښتول شوي وو چې چي ووسته یې ذمه بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه چې وروسته يې ازاد کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG