د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی راپور: د بلوچستان د سکرو کانونو مالکان وايي اېف سي ځواک ورڅخه پیسې اخلي


په بلوچستان کې کان کیندونکي سکاره لېږدوي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې کان کیندونکي سکاره لېږدوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو (کویلې) کاروباریان وايي، اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي.

د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.

د اېف سي ځواک ویاند پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړه خو د سیمې پارلېماني استازی وايي چې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره غږېږي. البته د صوبايي حکومت ویاند وايي چې اېف سي ځواک ته د یوې هوکړې له مخې پیسې ورکول کېږي چې دا "ناقانونه عمل نه دی."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د سکرو د کانونو مالکانو او کاروباریانو له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ورڅخه باج اخلي.

د سکرو د کانونو د مالکانو ټولنې مشر سردار اکبر ناصر مشال راډیو ته وویل، اېف سي ځواک ته هغه پیسې ځکه ورکوي چې هغوی یې له دوکۍ څخه د پنجاب تر پولې پورې په سکرو د بار لاریو ساتنه وکړي.

خو د ده په وینا، اېف سي ځواک ورڅخه پیسې اخلي خو پر دې سربېره یې پر لاریو او مزدورانو بریدونه روان دي. "موږ د ټن پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوو او ورته وایو چې تاسو به تر بواټې (د بلوچستان او پنجاب سرحد) پورې زموږ د کویلو لاریو ته تحفظ ورکوئ خو دوی وايي چې [بلوڅ وسلوال] ګورېلا جنګ کوي، برید وکړي بیا په غارونو کې پټ وي، که یې ښکاره څه ځای معلوم وای نو په الوتکو او هېلېکاپټرو به یې په نخښه کړي وو."

ناصر زیاته کړه چې د اېف سي ځواک دلیل ورته د منلو وړ نه دی او په بیا بیا یې ورته ویلي چې تحفظ ورکول د اېف سي ذمه واري ده.

د کویلې یو کاروباري نواب خان دومړ مشال راډیو ته وویل، دوی په ۲۰۱۰ز کې د دوکۍ ضلعې لپاره له اېف سي سره تړون کړی وو چې په ۲۰۲۲ز کې پای ته ورسېد.

دی وايي، تر هغې وروسته یې له اېف سي ځواک سره د ټولې صوبې لپاره موافقه وکړه.

خان پوښتنه کوي چې پر دې نه پوهېږي چې اېف سي ځواک ورته څه تحفظ ورکړی دی؟ "د دوی ذمه واري دا ده چې له کومه ځایه کویله راوځي نو هلته که هره مسله راپورته کېده نو دوی به یې هواروي او بل به د پنجاب تر سرحده د کویلې له لاریو سره ځي او ورته به تحفظ ورکوي."

د سکرو د کانونو مالکانو د لاریو او مزدورانو د ساتنې د مسلې د هواري لپاره له ځايي ولسي مشرانو سره یو لړ جرګې او له امنیتي چارواکو سره ناستې هم کړې دي.

یو ولسي مشر سردار معصوم خان ترین مشال راډیو ته وویل، امنیتي چارواکي ورته وايي چې د قام په حیث دې له بلوڅو سره خبره وکړي چې خپل خلک د پښتنو پر خاوره له داسې کړنو منع کړي. "قانون پلي کوونکي موږ ته وايي چې موږ خپله ذمه واري پوره کوو او تاسو د بلوڅو له مشرانو سره خبره وکړه چې دا ستاسو تنظیم (بلوڅ وسلوالې ډلې) ولې زموږ په خاوره کې مداخلت کوي؟"

په قامي اسمبلۍ کې د هغې سیمې استازی او د مسلم لیګ (ن) مرکزي مخکښ سردار یعقوب ناصر وايي چې امنیتي چارواکو ته یې ویلي دي چې د سکرو کاروباریانو ته تحفظ ورکړي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې هڅه کوي چې پر دې موضوع د اېف سي له صوبايي مشر سره خبرې وکړي. "د اېف سي له مشرانو سره مو هم خبرې وکړې چې دا خلک غواړي چې دوی دې په دې مسله کې دلچسپي واخلي چې دا مسله هواره شي، مخته به هم هڅه کوو چې د اېف سي له صوبايي مشر او [د پوځ] کور کمانډر سره هم ووینو."

په بلوچستان کې د ۲۰۲۳ز کال په جون کې وسلوالو په سکرو بار لارۍ سوځولې وې.
په بلوچستان کې د ۲۰۲۳ز کال په جون کې وسلوالو په سکرو بار لارۍ سوځولې وې.

د بلوچستان های کورټ وکیل حبیب الله ناصر مشال راډیو ته وویل، د سکرو کاروباریانو په لومړي سر کې دا تېروتنه کړې وه چې اېف سي ځواک ته یې د پیسو پر ورکولو هوکړه کړې وه.

د ده په وینا، اېف سي ځواک چې په بلوچستان کې د کویلې له کاروباریانو کومې پیسې اخلي، د هغه د پاکستان په ایین کې هېڅ ګنجایش نه شته. "دا ځکه چې د پاکستان په ایین کې چې د بشري حقونو کومه برخه ده، په هغه کې په څرګنده لیکل شوي چې د ولس د ژوند او مال تحفظ به ریاست (دولت) کوي، نو دوی (اېف سي ځواک) وار له مخه ریاستي‌ کارکوونکي دي، ریاست د دوی لپاره په بجټ کې ورته تنخا او نور مراعات ورکوي نو دا د امنیت ورکولو په نامه چې دوی کومې اضافي پیسې اخلي، دا د اېف سي‌ ځواک او یا د دوی د افسرانو شخصي جېبونو ته ځي‌ او د دې د پاکستان په ایین کې هېڅ قانوني جواز هم نه شته."

په دې اړه مو د اېف سي ځواک له ویاند کرنل عبدالوهاب سره خبرې وکړې خو هغوی پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړه.

البته د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د کانونو د مالکانو په رضامندۍ یو تړون شوی وو. "چې په کوم ځای کې هم د کانونو مالکانو د امنیت لپاره ځواکونه اخیستي دي، هلته د حکومت پر کچه او د کانونو د مالکانو په رضامندۍ تړون شوی دی. د هغه تړون مطابق چې د امنیت لپاره کوم اضافي اقدامات کېږي د هغې په ترڅ کې دا پیسې ورکول کېږي او دا څه ناقانونه کار نه دی."

په پاکستان کې د کانونو او معدنیاتو چارو سازمان (ماینز او مېنرلز اسوسیېشن) مشر فتح شاه عارف مشال راډیو ته وویل، په دوکۍ کې پیدا شوې مسلې د کویلې کاروبار ډېر اغېزمن کړی دی. "د دوکۍ تر ستونزې وړاندې له بلوچستان څخه هره ورځ ۱۲ یا ۱۲نیم زره ټنه کویله راایستل کېده خو له کله چې دا مسله رامینځ ته شوې ده نو ورځنۍ کچه ۸،۵۰۰ یا ۹،۰۰۰ زره ټنه ته ښکته شوی دی."

د سکرو له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG