د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي


زیاتره ټرافيکي پېښې د احتیاط، د ګاډو پر وخت مرمت، پر قوانينو د عمل نه کولواو د ګاډو د تېز چلولو او له وجې کېږي. پخوانی انځور
زیاتره ټرافيکي پېښې د احتیاط، د ګاډو پر وخت مرمت، پر قوانينو د عمل نه کولواو د ګاډو د تېز چلولو او له وجې کېږي. پخوانی انځور

د بلوچستان له تربت ضلعې څخه کوټې ته روان مسافر وړونکی بس په واشک سيمه کې ژورې کندې ته پرېوتې چې پکې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

د واشک مرستيال کمېشنر نعيم عمراني مشال رېډيو ته ويلي چې دا پېښه د مې ۲۹مې شهار وختي شوې چې پکې ۲۷ کسان ژوبل شوي هم دي. د ده په خبره، په وژل شويو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم دي چې پکې د ده په خبره، زیاتره زياتره کسان د کوټې،کېچ، کراچۍ او پېښور اوسېدونکي دي. د وژل شویو مړي او زخميان د بسيمه سېول روغتون ته وړل شوي دي.

په بلوچستان کې اوسطا هره ورځ ۲۳ ټرافيکي پېښې کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

په دې صوبه کې هره ورځ يو ځای نه ځای ټرافيکي پېښه کېږي خو تر اوسنۍ هغې وړاندې لویه پېښه د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر ۱۰ په حب ضلع کې شوې وه چې پکې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل ول.

د مې پر۲۷ مه هم د خيبر پښتونخوا په شانګله کې يو ګاډی کندې ته لوېدلی وو چې له وجې یې د يوې کورنۍ ۸ تنه وژل شوي دي.

د بلوچستان په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم ټرافيکي پېښې کېږي. د مې پر ۲۸ د خيبر پښتونخوا په شانګله کې يو ګاډی کندې ته لوېدلی وو چې له وجې یې د يوې کورنۍ ۸ تنه وژل شوي ول.

د پنجاب په خوشاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

په ګلګت بلتستان کې د مې پر درېیمه په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ژوبل شوي ول.

د اپرېل پر ۱۴مه د پاکستان په سيند صوبه کې په دوو بېلابېلو ټرافيکي پېښو کې ۱۸ کسان مړه شوي ول.

XS
SM
MD
LG