د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوب جرګې په دانه سر کې د جګړې بندولو او د بې کوره شویو خلکو د ستنولو غوښتنه کړې


په ژوب کې په بېلا بېلو وختونو کې د بدامنۍ ضد جرګې او احتجاجونه شوي دي ـ پخوانی انځور.
په ژوب کې په بېلا بېلو وختونو کې د بدامنۍ ضد جرګې او احتجاجونه شوي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په ژوب کې يوې ځايي جرګې په دانه سر کې د جګړې بندولو او د بې کوره شویو خلکو خپلو سيمو او کورونو ته د ستنولو غوښتنه کړې ده.

د مې پر ۳۰مه، په جرګه کې د سیاسي ګوندونو اتحادیې او د ژوب شیراني قبيلې مشرانو ګډون وکړ.

د جرګې ګډونوالو وویل چې په کستووي او سمبازه کې دې پوځي عملیات ودرول شي او له دانه سر څخه دې د سرحدي عسکرو امنيتي پوستې ليرې کړل شي او عادي خلکو او سوداګرو ته دې په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د قبايلي مشر سردار ایوب مندوخیل په مشرتابه کې، د ژوب امن جرګې ته د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مرستیال مرکزي مشر او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا وویل چې په بلوچستان کې په یو "پلان" سره بد امني جوړول کېږي چې موخه یې د سیمې پر طبیعي شتمنیو "قبضه" کول دي.

د جرګې بل ګډونوال ملک زمرک خان وویل چې له وزیرستان او خیبرپښتونخوا وروسته، اوس په بلوچستان کې د معدنیاتو د لټون لپاره "لوبې" پیل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر اسد قرار جرګې ته وويل چې څوک دلته د خپل حق خبره کوي، هغه بیا "لادرکه" کېږي.

تر اوسه حکومت د ژوب قبايلي جرګې غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان پوځ د عامو اړیکو اداره (اې اېس پي ار) وايي چې د ژوب او شیراني په سمبازه سیمه کې له څو ورځو راهیسې د وسلوالو ضد عملیات روان دي.

د اې اېس پي ار په وینا، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان پولې ته څېرمه په عملیاتو کې ۲۹ وسلوال وژل شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر ۱۴مه هلته وسلوالو د پاکستاني پوځ يو افسر میجر بابر خان وژلی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG