د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوکۍ کې وسلوالو د سکرو د کان ۲ مزدوران وژلي دي


د بلوچستان مرکز کوټې ته نېږدې د کویلې یو کان ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان مرکز کوټې ته نېږدې د کویلې یو کان ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په دوکۍ کې وسلوالو د سکرو یا کویلې کان دوه مزدوران وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

پولیس وایي پېښه د جون دویمې او دریمې په مینځنۍ شپه په ټرایبل سیمه کې شوې ده.

د پېښې ضد کانکیندونکو د جون پر درېیمه په دوکۍ کې له ناصر اباده لاریون پیل کړ او وروسته یې د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وواهه. پرلتوالو غوښتنه کوله چې په پېښه کې تورن کسان دې ونیول شي.

مخکې هم په دوکۍ او شاوخوا سیمو کې دا ډول پېښې شوي دي چې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بېلتون پالې وسلوالې ډلې بلوڅ لیبریشن آرمي (بي اېل اې) منلې دي.

په بلوچستان کې د سکرو د کانونو مالکان وايي چې د بي اېل اې وسلوال ورڅخه په زور باج ( قلنګ) اخلي او که ور یې نه کړي نوو مالي او ځاني زیانونه ورته رسوي.

د پولیسو مشر جلیل مري ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي، خو لا یې څوک نه دي نیولي او نه هم یوې ډلې د پېښې ذمه واري منلې ده.

دوکۍ د بلوچستان په شمال ختیځ کې پښتون مېشته ضلع ده چې له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۲۲۳ کېلومیټره لیرې ده.

په هغه ضلع کې د جون پر دویمه د جمیعت علمای اسلام (ف) د سیمه ییز مشر مولانا عبدالجبار د وژنې ضد کاربندیز وو چې له امله یې کاروبارونه تړل شوي ول.

مولانا عبدالجبار د جمعې پر ورځ په دوکۍ کې د مشکوکو غلو په ډزو زخمي شوی وو او د جون پر لومړۍ یې د کوټې په یوه روغتون کې سا ورکړه.

احتجاج کونکو ویل چې ضلعي چارواکي د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي او حکومت دې یې پر ضد ګامونه پورته کړي.

بلخوا په دوکۍ کې د لاریو مالکانو له نن څخه د کویلې له بارولو څخه ډډه کړې ده او غوښتنه یې کړه چې امنیت دې ورکړل شي. دوی د سنځاوي په سیمه کې د سوزول شویو لاریو مالکانو ته د تاوان ورولو غوښتنه هم کړې ده.

د مې پر ۲۲مه د بلوچستان زیارت ضلعې په سنځاوۍ کې وسلوالو پر سکرو وړونکو لاريو بريد وکړ چې پکې یو لارۍ چلوونکی وژل شوی او بل ژوبل شوی وو.

په برید کې وسلوالو پر نورو لاریو ډزې وکړې او وروسته يې ورته اور واچاوه چې پکې پینځه لارۍ په بشپړه توګه سوځېدلې وې.

د هغه برید ذمه واري بي اېل اې منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG