د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه او هرنايي کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجونه شوي دي


سیاسي او د حقونو فعالانو د چمن پرلت نیول شویو مشرانو د خلاصولو غوښتنه وکړه ـ د جون اوومې انځور.
سیاسي او د حقونو فعالانو د چمن پرلت نیول شویو مشرانو د خلاصولو غوښتنه وکړه ـ د جون اوومې انځور.

د بلوچستان په کوټه او هرنايې کې پښتنو ملتپاله سياسي ګوندونو او سازمانونو د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړي دي. بلخوا پرلتوال وايي چې د چمن سرحدي ځواک ورباندې بيا بريد کړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره چيانو د جون پر اوومه د مظاهرې په مهال له حکومته وغوښتل چې د پرلت نيول شوي غړي زرترزره خوشې کړي او د پرلتوالو غوښتنې ومني.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر اضغر خان اڅکزي مظاهره چيانو ته د وينا پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې د چمن پرلتوالو مشران عدالت ته وړاندې کړي "چې ته وايي عدالت شته، حساب، کتاب شته نو که څه تورونه پرې وي نو عدالت يې وړاندې کړه. ولې دې په ټارچر سل کې ساتلي دي."

پرلتوال وایي چې د مشر غوث الله او ویاند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت اووه مشران د جون پر پینځمه حکومت سره خبرو ته ورغلي ول چې حکومت نیولي دي.

په کوټه کې سیاسي او مدني فعالان د جون پر اوومه د چمن پرلتوالو د ملاتړ لپاره د احتجاج په مهال
په کوټه کې سیاسي او مدني فعالان د جون پر اوومه د چمن پرلتوالو د ملاتړ لپاره د احتجاج په مهال

بلخوا د چمن پرلت کمېټې مشر ولسيار خان مشال راډيو ته وویل چې د جون پر اوومه ناوخته ورباندې د چمن سرحدي ځواک سرتېرو بيا ډزې کړي چې پکې لږترلږه دوه کسان ژوبل شوي او ډېرې لادرکه دي.

هغه وویل چې تر دې مخکې چې کله خلکو د خپلو مشرانو نیولو تر نیولو وروسته هلته پرلت وواهه نو د جون پر شپږمه پرې هم پولیسو او لیویز سرتېرو برید کړی وو چې پکې ۴۰ پرلتوال ژوبل شوي ول.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وایي په هغو پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري چې پولیس او لیویز په کې شامل دي، ژوبل شوې دي.

د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمينځ لاره تړلې وه.

پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د کوږک د ګړنګ په غره کې لومړی د هر ډول ګاډو پر مخ لاره تړلې وه، خو وروسته يې يوازې مساپر وړونکو ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله او بار وړونکي ګاډي يې نه پرېښوول.

د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواکونو سرتېرو تر عملیاتو وروسته د چمن پرلتوالو لخوا د چمن او کوټې ترمینځ تړل شوې لاره خلاصه کړه.

چارواکي وايي چې ملېشه ځواکونو د لارو خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.

د چمن پرلتوال غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.

د پرلتوالو او حکومت ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي خو هر ځل ناکامه شوي دي. تازه هڅه د مې پر ۱۲ او ۱۳مه وشوه چې د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي او کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو له پرلتوالو سره خبرې اترې وکړې چې نتيجه يې ورنکړه.

XS
SM
MD
LG