د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان یو پښتون ځوان، اسرار کاکړ د اکسفورډ يونين مشر منتخب شو


اسرار کاکړ په اکسفورډ یونین کې د بحث په مهال - انځور له ارشیفه
اسرار کاکړ په اکسفورډ یونین کې د بحث په مهال - انځور له ارشیفه

د برتانیې اکسفورډ زده کوونکو ټولنې (اکسفورډ يونين) مشرۍ ټاکنې د بلوچستان يو پښتون ځوان، اسرار خان کاکړ ګټلې دي.

کاکړ دريم پاکستاني او له بلوچستانه څخه لومړۍ زده کوونکی دي چې د اکسفورډ يونین مشر ټاکل کيږي. د دې ټولنې رسمي نوم اکسفورډ يونين سوسایټي دی خو په لنډه توګه د اکسفورډ يونين په نوم پيژندل کېږي.

اکسفورډ پوهنتون په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د جون پر اتمه، د دې يونين لپاره په ټاکنو کې اسرار کاکړ ۶۱۷ رايي ترلاسه کړي. د هغه په مقابل کې ايزې هوروکس ټيلر ولاړه وه چې ۳۹۳ رايي یې واخستي. کاکړ په اکسفورډ پوهنتون کې د قانون د برخې زده کوونکی دی.

اسرار کاکړ د بلوچستان پښتون ميشتي سيمي قلعه عبدالله ضلعې د یوه کوچني کلي ګلستان سره تعلق لري. د ۱۳ وروڼو تر ټولو کشر، اسرار کاکړ لومړنۍ زده کړې په خپل کلي او پرمخ زده کړې يې په ایبټ اباد، لاهور او امریکا کې کړې دي.

د اکسفورډ پوهنتون د زده کونکو اتحادیه د انګلینډ يو له پخوانيو پوهنتونونو اتحاديو څخه ده چې په ۱۸۲۳ کال کې جوړه شوي وه. دا د نړۍ تر ټولو معتبره ټولنه ګڼل کيږي. دې ته د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ریګن او د خیرښېګړې کارونو لپاره مشهورې مدر ټیریسا په ګډون وتلو شخصياتو ويناوي کړي دي.

بېنظیر بوټو لومړنۍ پاکستانۍ وه چې په ۱۹۷۷ کال کې د اکسفورډ اتحادیې مشرمنتخب شوې وه. احمد نواز، چې د پېښور پر ارمي پبلک سکول له خونړي برید څخه ژوندی پاتې شوی، دویم پاکستانی وو چې د اکسفورډ اتحادیې مشر شو وو.

XS
SM
MD
LG