د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن هند او امریکا یو بل ته مخامخېږي


د اسټرالیا بیټران تر سیالۍ ګټلو وروسته د نمېبیا لوبغاړو ته لاس ورکوي - د جون ۱۲مې انځور.
د اسټرالیا بیټران تر سیالۍ ګټلو وروسته د نمېبیا لوبغاړو ته لاس ورکوي - د جون ۱۲مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د هند او امریکا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د نیو یارک په لوبغالي کې د جون ۱۲مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه اسټرالیایۍ لوبډلې نمېبیا ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ نمېبیا وکړ او ټوله لوبډله یې په ۱۷ اوورونو کې په ۷۲ منډو وسوځېده. په ځواب کې اسټرالیا ټاکلی هدف په شپږم اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ.

د جون پر ۱۲مه دویمه سیالي د سري لنکا او نيپال ترمینځ وه چې د بارانه له وجې و نه شوه.

د جون پر ۱۳مه درې سیالۍ کېږي چې پکې په لومړۍ کې یې د وېسټ انډیز او نیو زیلینډ، بیا د بنګلادېش او نېدرلینډز (هالینډ) او ورپسې د انګلستان (انګلینډ) او عمان لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه لري. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.

XS
SM
MD
LG