د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن بنګلادېش او نېدرلینډز او انګلستان او عمان سیالي لري


هندي لوبغاړي د امریکايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د جون ۱۲مې انځور.
هندي لوبغاړي د امریکايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د جون ۱۲مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د بنګلادېش او نېدرلینډز (هالینډ) او د انګلستان (انګلینډ) او عمان لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د وېسټ انډیز په ارنوس وېل لوبغالي کې د بنګلادېش او نېدرلینډز ترمینځ سیالي د جون پر ۱۳مه د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي. تر دې وروسته د ښاغلي وېوېین رېچرډز په لوبغالي کې د انګلستان او عمان ترمینځ لوبه د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

تر دې مخکې د جون پر ۱۳مه په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز نیو زیلینډ ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.

د ټرېنېډاډ او ټوبېګو په براین لارا لوبغالي کې لومړی بیټېنګ کوربه نیو زیلینډ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۴۹ منډې وکړې. په ځواب کې نیو زیلینډۍ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړای شوې.

د جون پر ۱۲مه هند د نیو یارک په لوبغالي کې د امریکا لوبډلې ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د جون پر ۱۴مه دوه سیالۍ کېږي چې پکې په لومړۍ کې یې د افغانستان او پاپوا نیو ګېني او ورپسې د امریکا او ایرلینډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه لري. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.

XS
SM
MD
LG