د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ووت


د جون پر ۲۵مه افغان لوبغاړي بنګلادژش ته له ماتې ورکولو وروسته خوشالي لمانځي.
د جون پر ۲۵مه افغان لوبغاړي بنګلادژش ته له ماتې ورکولو وروسته خوشالي لمانځي.

د کرکټ په ۲۰ اووره نړیوال جام کې افغانستان بنګلادېش ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ز کال د ۲۰ اووره نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ووت.

د وېسټ انډیز په کېنګزټاون کې د جون ۲۵مې پر سهار لومړی بیټېنګ افغانستان وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پينځو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹ او ابراهيم ځدران ۱۸ منډې وکړې. د بنګلادېش رشاد حسين د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د بنګلادېش ټول لوبغاړي د ۱۰۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

د بنګلادېش په لوبډله کې ليټن داس تر ټولو ښه وځلېد. نوموړي پر ۴۹ توپونو ۵۴ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان راشد خان او نوين الحق څلور، څلور وېکټونه واخيستل. نوين الحق د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د لوبې پر مهال څو ځلې باران وشو او لوبه به د لنډ وخت لپاره وځنډېده خو بيا به بېرته پيل شوه.

د سیالۍ منتظمینو او څارونکو چې د ډکورت-لیوس-سټرن (ډي اېل اېس) په طریقه د لوبې حساب وکړ نو افغانستان په اته منډو د لوبې ګټونکی اعلان شو.

راشد خان: افغان لوبغاړو د بريا په باور لوبه کوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سېمي فاينل ته وځي.

افغانستان به د جون پر ۲۷مه له جنوبي افريقا او هند به له انګلينډ سره نيمه پايلوبې کوي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو.

د ۲۰۲۴ز کال د کرکټ نړيوال جام پايلوبه به د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډيز په باربيډوس کې کېږي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کلونو کې یو ځل کېږي چې تراوسه پکې اته اتلولې شوې دي.

د دې جام لومړی سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پایلوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پایلوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان (انګلينډ)، د ۲۰۱۲ز کال وېسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال وېسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلی وو.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان پر وړاندې پایلوبه ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG