د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو امکان دی


په مې میاشت کې په بغلان کې د سېلاب له وجې ګڼ خلک بې ځایه شول.
په مې میاشت کې په بغلان کې د سېلاب له وجې ګڼ خلک بې ځایه شول.

د طالبانو د حکومت د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی.

ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د جولای پر اوومه په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د نسبتاً درانه باران امکان دی.

ادارې ویلي دي چې ښايي په هغو ولایتونو کې له ۱۵ څخه ۳۰ ملي میټرو پورې باران وشي.

ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په یوشمېر شمالي، لویدیزو، جنوبي او مرکزي سیمو کې د سخت باد وړاندوینه کړې ده.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوه میاشتې وچې تېرې شوې وې خو له هغه راهیسې تر اوسه څو ځلې بارانونه شوي دي.

په تېرو څو اونیو کې سختو سېلابونو د هېواد نېږدې نیمايي وګړي زیانمن کړي دي.

د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لویدیزو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو پر مهال ۵۴۰ کسان ووژل او تر ۸۰،۰۰۰ زیات ژوبل شول.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نورو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په مې میاشت کې ویلي ول چې هغه هېواد تر سختو سېلابونو وروسته له ناورین سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG