د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د نجونو پر زده کړو نړيواله غونډه پیل شوه


د سولې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په اړه د اسلام اباد په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ناسته ده.
د سولې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په اړه د اسلام اباد په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ناسته ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نجونو د تعلیم په اړه په اسلام اباد کې پیل شوې دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې ته ویلي چې د نجونو زدکړه یوه داسې موضوع ده چې د هغې لپاره مبارزه او پانګونه زښت زيات ارزښت لري.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۱مه "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې ته په وينا کې د نجونو د زدکړې لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه چې د پاکستان په ګډون اسلامي نړۍ د نجونو لپاره زدکړو ته د مساوي لاسرسي په ډاډمن کولو کې له پام وړ ننګونو سره مخامخ ده.

د جنورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه کېدونکې دغې نړيوالې غونډې کې د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي ګډون لري چې هدف يې په دې ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو لپاره د عمل وړ حل لارې پیژندل دي.

په دې غونډه کې د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو او ماشومانو د تعليم نړيواله مبارزه ملاله یوسفزۍ هم څه باندې دوه کاله وروسته پاکستان ته رسېدلې چې د ځانګړې مېلمنې په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه به په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل اواز اوچت کړي.

د افغان طالبانو استازي په غونډه کې شریک دي؟

د پاکستان د تعلیم وزیر خالد مقبول صدیقي وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازي د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

خالد مقبول صدیقي د جنورۍ پر ۱۱مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "موږ افغانستان ته هم بلنه ورلېږلې وه، خو د طالبانو د حکومت کوم غړی په دې غونډه کې برخه نه اخلي."

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت يو مشر سفارتکار د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې د ګډون په اړه تراوسه "له کابل څخه څه نه دې ورته ويل شوي"

"په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان په نوښت جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو تر څنګ د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي او دوی په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د محدودیتونو په باب خبرې کوي.

د سعودي عربستان په مکه ښار کې د دغه سازمان مرکزي دفتر پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان د حکومت په همکارۍ جوړوي او دا به نړۍ ته ښيي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو "ملاتړ" کوي چې نجونې د زدکړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي.

بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه "قانون یا کړنې"، چې د نجونو د زدکړو "مخه نیسي"، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

په غونډه کې افغانستان ولې مهم بلل کېږي؟

په اسلام اباد کې دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شویو طالبانو لا هم د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ته دوام ورکړی دی.

هغوی د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو زده کړې هم منع اعلان کړې.

ډاکترانې: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د مور و ماشوم د مړینو کچ خورا زیاتولای شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

نړیوال په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکې کوي او هغوی د مېرمنو په وړاندې له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورنوي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې "دوی د شریعت په چوکاټ ښځو ته خپل ټول جایز حقونه ورکړي دي."

افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG