د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ نښتې شوي


بلوڅانې د ورکولو خپلوانو لپاره د مظاهرې پر مهال ـ پخوانی انځور.
بلوڅانې د ورکولو خپلوانو لپاره د مظاهرې پر مهال ـ پخوانی انځور.

په کوټه کې د لادرکه ځوان ظهیر بلوڅ د موندلو لپاره د لاریون پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ په نښتو کې احتجاج کوونکي او پولیس ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي چې د جولای پر ۱۱مه لاریون کوونکو د ښار مرکزي برخې ته د داخلېدو هڅه کوله چې پولیسو د دوی لاره ونیوله.


د بلوڅانو د حقونو او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (بلوچ یکجهتي کمېټۍ) مشرې ماهرنګ بلوڅې د جولای پر ۱۲مه پر اېکس لیکلي دي چې پولیسو ۳۷ احتجاج کوونکي نیولي او ګڼ شمېر یې ژوبل کړي دي.

پولیسو د پینځو ښځینه احتجاج کوونکو د نیولو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې ژر به یې خوشې کړي.

د کمیټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅې په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې بیانیه کې ویلي دي چې پولیسو نه یوازې ځینې میرمنې نیولي دي، بلکې ډېری ځوانان یې ژوبل کړي هم دي.

بل خوا د صوبایي حکومت ویاند شاهد رند په يو ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د امنیت په خاطر مظاهرچیانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ښار مرکزي يا "حساسې" سيمې ته داخل شي.

په پاکستان کې د بشري حقونونو لپاره کارکوونکې ادارې (اېچ ار سي پي) پر مظاهرچیانو، په ځانګړي ډول پر ښځو د تاوتریخوالي غندنه کړې ده.

سازمان غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د ظهیر بلوڅ په موندلو کې خپل کردار ادا کړي او ژر تر ژره دې يې خپلوانو ته وسپاري.

ظهیر بلوڅ د کوټې په ډاکخانه کې ملازم وو او د خپلوانو په وینا یې هغه د جون له ۲۷مې راهیسې لادرکه دی.

خو حکومت ادعا کوي چې د هغه مشر د بېلونپاله بلوڅانو ملګری دی او ظهير بلوڅ هېڅ امنيتي ادارې نه دی نيولی.

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو راهیسې روانه ده.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو د قضيو په اړه کار کوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی ته د جبري لادرکيو ۱۹۷ قضيې وروړل شوې دي.

په ۲۰۱۱ز کال کې جوړي شوي دې کمېشن د جولای په لومړۍ نیټه په خپاره کړي راپور کې ويلي چې له پيله تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړي دي. د کمېشن تر مخه له دغو ۸،۰۱۵ هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.

د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ میسينګ پرسنز) مشر نصر الله بلوڅ د تېر اختر پر ورځ په کوټه کې د احتجاج په وخت وويل چې د جبري لادرکه شويو خلکو شمېر له هغو ډېر زیات دی چې د پاکستان حکومت یې بیانوي.

هغه د پاکستان پر عدالتونو او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د زرګونو لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره دې کار وکړي. هغه زیاته کړه چې په زرګونو بلوڅان یا لادرکه او یا یې هم له جبري لادرکه کېدو وروسته مړي‌ موندل شوي دي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمير په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي.

بلخوا وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي. دا تنظيم دريځ لري چې که پر چا د کوم جرم تور وي، نو هغه دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG