د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان په کوټه کې پر بلوڅ احتجاج کوونکو تشدد غندلی


بلوڅان د اوږدې مودې راهیسې د ورک شویو خپلوانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کوي ـ پخوانی انځور.
بلوڅان د اوږدې مودې راهیسې د ورک شویو خپلوانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کوي ـ پخوانی انځور.

په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع او پراختیا لپاره کارکونکې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل (د بخښنې نړیوال سازمان) په کوټه کې پر بلوڅ احتجاج کونکو تشدد غندلی دی.

سازمان د جولای پر ۱۲مه پر اېکس لیکلي دي چې د پولیسو غیرقانوني زور کارونې، اوښکو بهونکي ګیس او د ډنډو کارولو هغه اقدام غندي چې په کوټه کې په یوه سوله ییزه مظاهره کې یې ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۱مه په کوټه کې د لادرکه ځوان ظهیر بلوڅ د موندلو لپاره د لاریون پر مهال د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ نښتې وشوې.

د بلوڅانو د حقونو او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (بلوچ یکجهتي کمېټۍ) مشره ماهرنګ بلوڅه وایي چې پولیسو ۳۷ احتجاج کوونکي نیولي او ګڼ شمېر یې ژوبل کړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم دي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند په يو ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د امنیت په خاطر یې مظاهرچیانو ته اجازه ور نه کړه چې د ښار مرکزي يا "حساسې" سيمې ته داخل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د سوله ییزو مظاهره چیانو نیول له نړیوالوهغو بشري حقونو قانون ماتونه ده، چې پاکستان ورباندې لاسلیک کړی دی.

سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي دي چې ژر تر ژره زخمي مظاهره چیانو ته، په ځانګړې توګه هغو چې لا هم د پولیسو په بند کې دي، طبي مرسته ورسوي، د نیول شوو مظاهره چیانو ځای ځایګي د هغوی کورنیو ته څرګند کړي او نیول شوي مظاهره چیان خوشې کړي یا یې عدالت ته وړاندې کړي.

بل خوا پولیس وایي د جولای پر ۱۱ یې نیولې پینځه ښځې یې خوشې کړي دي.

په عین حال کې بلوڅانو خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی د جولای پر ۱۲مه د کوټې هاکې چوک سره نژدې لاریون وکړ. په مظاهره کې د میرمنو په ګډون د لادرکه کسانو خپلوانو ګډون کړی وو. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې لادرکه کسان خوشې کړي.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅې احتجاج ته وویل چې تر هغې به خپل احتجاج جاري ساتي چې نیول شوي او لادرکه کسان خوشې شوي نه وي.

په کوټه کې بلوڅانو وروسته له هغې احتجاج پیل کړ چې د جون پر ۲۷مه د ظهیر بلوڅ په نامه یو ځوان بې درکه شو. نوموړي په کوټه کې په ډاکخانه کې کار کولو.

خو صوبایي حکومت ادعا کوي چې د هغه مشر ورور د بېلتونپاله بلوڅانو ملګری دی او ظهیر بلوڅ هېڅ امنیتي ادارې نه دی نیولی.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د بشري حقونونو لپاره کارکوونکې ادارې (اېچ ار سي پي) هم پر مظاهرچیانو، په ځانګړي ډول پر ښځو د تاوتریخوالي غندنه کړې وه.

سازمان د جولای پر ۱۱مه، غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ظهیر بلوڅ په موندلو کې خپل کردار ادا کړي او ژر تر ژره دې يې خپلوانو ته وسپاري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG