د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او روسیې سمندري ځواکونو ګډ تمرین کړی دی


د چین سمندري ځواکونه د روسیې د بیړۍ ترڅنګ ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
د چین سمندري ځواکونه د روسیې د بیړۍ ترڅنګ ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د چین او روسیې سمندري ځواکونو د چین په جنوبي پوځي بندر کې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د چین رسمي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی دی چې د جولای پر ۱۴مه دواړو ځواکونو د همغږۍ تمرینونه ترسره کړل.

پوځي تمرینونه څو ورځې وروسته له هغې پیل شول چې د ناټو متحدینو، چين د اوکراین په جګړه کې د روسیې "تصمیم نیونکی همکار" وباله.

د چین د دفاع وزارت په یوه لنډ بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو ځواکونو په وروستیو کې د لویدیځ او شمالي ارام سمندر کې ګزمه کړې او دا عملیات له نړیوالو او سیمه ییزو حالاتو سره هیڅ تړاو او درېیمګړي هدف نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG