د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره وېنس خپل مرستيال نوماند اعلان کړ


۳۹ کلن جې ډي‌ وېنس هغه ځوان سیاستوال دی چې اوکراين ته د امريکا پر مرستو نیوکې کوي. 
۳۹ کلن جې ډي‌ وېنس هغه ځوان سیاستوال دی چې اوکراين ته د امريکا پر مرستو نیوکې کوي. 

د امريکا ولسمشريزو انتخاباتو ته د رېپبليکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د اوهايو ايالت سېنېټر جې ډي وېنس د خپل مرستيال ولسمشر د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه غوره کړی دی.

۳۹ کلن وېنس هغه ځوان سیاستوال دی چې اوکراين ته د امريکا پر مرستو نیوکې کوي.

ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۱۵مه دا اعلان وکړ. تر هغه لږ وروسته، ټرمپ د رېپبليکن ګوند لخوا زياتره هغه رایې واخیستلې چې پر اساس یې، دی په پرلپسې ډول د درېيم ځل لپاره په انتخاباتو کې خپل نوماند ونوماوه.

په ۲۰۲۲ز کال کې سېنېټ ته تر انتخابېدو مخکې، وېنس هېڅ حکومتي دنده نه ده ترسره کړې. نوموړی د امريکايي پوځ سرتېری پاتې شوی او په عراق کې یې پوځي خدمت کړی دی.

تر دې وروسته نوموړی له اوهايو پوهنتونه فارغ شوی او ورپسې یې په يېل پوهنتون کې د وکالت زدکړې کړې دي.

په امریکا کې سږ کال د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر پر پینځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG