د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپینۍ ماڼۍ پخوانی ډاکتر وايي د ډانلډ ټرمپ غوږ په رغېدو دی


ډانلډ ټرمپ او د هغه ښځه د جولای پر ۱۸مه د جمهوري غوښتونکو په ملي مجمع کې د خلکو د نعرو ځواب وايي.
ډانلډ ټرمپ او د هغه ښځه د جولای پر ۱۸مه د جمهوري غوښتونکو په ملي مجمع کې د خلکو د نعرو ځواب وايي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډاکتر ویلي دي چې له تمې سره سم، د ډانلډ ټرمپ ژوبل غوږ په رغېدو دی.

نوموړی د د جولای پر ۱۳مه په پېنسلوانیا ایالت کې د ولسمشرۍ کیمپېن غونډې پر مهال په قاتلانه برید کې په غوږ لګېدلی وو.

روني جیکسن، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د سپینې ماڼۍ ډاکتر وو او اوس په کانګرس کې د ټېکساس ایالت استازی او د رېپبلېکن ګوند غړی دی،د جولای پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) یو لیک خپور کړی دی چې پکې یې ویلي دي چې مرمۍ (ګولۍ) د ټرمپ په غوږ کې دوه سېنټي میټره پراخ زخم جوړ کړی دی.

نوموړي لیکلي چې د پخواني ولسمشر غوږ ټانکو (کوکونو) ته اړتیا نه لري، خو په پټۍ باید وتړل شي.

جیکسن زیاتوي چې د ټرمپ نورې طبي ارزونې به هم کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۱۸مه د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند د ملي مجمعې (کنوېنشن) پر مهال د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو لپاره خپله نوماندي ومنله.

هغه د غونډې پر څلورمه او وروستۍ ورځ شاوخوا ۹۲ دقیقې (منټه) وینا وکړه او پکې یې د امریکايي ولسمشر او د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بایډن پر تګلارو او سیاست سختې نیوکې وکړې او و یې ویل چې دی به له ولس سره په ګډه "د امنیت، هوساینې او ازادۍ نوی باب" پرانیزي.

په امریکا کې سږ کال د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر پر پینځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG