په چین کې تر سختو ورښتونو وروسته د کمر نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د چین دولتي رسنۍ وايي چې پېښه د جولای پر ۲۸مه د هېواد په جنوب ختیځ کې شوې ده. رسنۍ وايي په هغه سیلانۍ سیمه کې کمر یو کور لاندې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې هلته د طوفان تر څنګ ورښتونه دوام لري او د پېپر په نو یوې پرلیکه یا انلاین ورځپاڼې ویلي دي چې په شانګهای کې د سیلۍ له وجې د یوې ونې پرېوتو په پېښه کې یو تن وژل شوی دی.