د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېکس (ټویټر) د امنيت که د بیان ازادۍ محدودولو لپاره بند شوی؟


اېکس (ټویټر) د امنيت که د بیان ازادۍ محدودولو لپاره بند شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:40 0:00

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال له فرورۍ راهېسي پر اېکس، چې پخوا ټويټر نومېده، محدودیتونه لګولي دي. دا له هغې وروسته ده چې د عامو انتخاباتو وروسته په ټولينزو رسنيو په انتخاباتو کې په مبیینه درغليوو او پوځي پالیسيوو نيوکې زیاتې شوې. خو ځيني خلک د غیر واقعي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) په نوم د اپلیکېشنونو او سروېسونو په مرسته اوس هم اېکس کاروي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي. خو د پاکستان حکومت په اپرېل کې اسلام اباد های کورټ ته ویلي ول چې اېکس شبکه یې د امنیتي اندېښنو په ځوابولو کې پاتې راغله نو ځکه یې ورباندې بنديز ولګاوه. په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي.

XS
SM
MD
LG