د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۲ نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي


پولیو له نړۍ ختمه شوې خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم شتون لري ـ انځور له ارشیفه.
پولیو له نړۍ ختمه شوې خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم شتون لري ـ انځور له ارشیفه.

چارواکي وایي، په بلوچستان کې دوه نور ماشومان پولیو (ګوزڼ) وهلي دي چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېره ۱۱ ته رسېدلې ده.

د پاکستان روغتیا مرکزي ادارې نېشنل انسټیټیوټ اف هیلت د اګست په دویمه نېټه په بیان کې ویلي دي چې د بلوچستان په جهل مګسي کې درې کلن ماشوم او په کلا عبدالله کې یو نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په جولای میاشت کې د بلوچستان خضدار، کوټې، دوکۍ، د سیند صوبې کراچۍ ایسټ، ملیر، د پنجاب راولپېنډۍ، لاهور او ګوجرانواله څخه اخیستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوي ول.

د بلوچستان کوټې ښار مرستیال کمېشنر او د پولیو پروګرام سلاکار ډاکټر جان عنایت الله مشال راډیو ته وویل، تازه پېښې هغو کورنیو کې راغلي دي، چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین نه ول ورکړی.

هغه وویل، د بلوچستان هرې سیمې ته د پولیو ضد واکسین ورکوونکي وخت په وخت راځي، خو بیا هم خلک خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي او ځینې کورنۍ او مشران یې اوس هم د دروغجنو پروپاګند ښکار دي او ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکوي.

په پاکستان کې ډاکټران وايي باید خلک خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او د تل عمري معذورۍ نه دې وژغوري.

ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده، چې تر پینځو کلونو کم عمره ماشومانو ته تر ټولو زیات خطر پېښوي. دا وایرس ماشومان د ټول عمر لپاره معذورولای شي. د ډاکټرانو په وینا، د واکسینو په مرسته په اسانۍ سره د ګوزڼ مخنیوی کېدای شي.

XS
SM
MD
LG