د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق اڅکزی: موږ د چمن پرلت پر بیا پیلولو سلا مشورې کوو


د چمن خلک افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني.
د چمن خلک افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني.

په چمن کې د ترسره شوي نهه میاشتني پرلت مشران وايي، په دې اړه یې سلا مشورې پیل کړې دي چې پرلت بیرته پیل کړي.

دا پرلت د پاکستاني حکومت له خوا افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد ترسره شوی وو.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۱مې پیل شوی دا پرلت د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د جولايي پر ۲۰مه پای ته رسېدلی وو.

د پرلت مشرانو ویلي وو چې د چمن او سپین بولدک سیمو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم شوی دی نو ځکه دوی پرلت پای ته رسوي.

خو د پرلت د کمېټۍ ویاند صادق اڅکزي د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، حکومت له خپلو ژمنو پرشا شوی دی.د ده په وینا، ژمنه د چمن او سپین بولدک د ټول ولس وه خو بې له پاسپورټ او ویزې د تګ اجازه یوازې پنډیانو یا لغړیانو ته ورکول کېږي.

ده وویل، "حکومت پر هغه وعده نه درېږي، موږ د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند له له صوبايي صدر قهار خان ودان سره لیدلي، د عوامي نېشنل ګوند له صوبايي مشراصغر خان اڅکزي سره لیدلي، له محمود خان اڅکزي سره په رابطه کې یو، موږ به ملتپال پښتانه را ټولوو، قبایلي مشران او د لغړیانو اتحاد به ورسره یو، بیرته به پرلت پیلوو، بله لار نشته."

د صادق اڅکزي په وینا، دوی د سیمې د تاریخ تر ټولو اوږد پرلت یوازې د دې لپاره نه وو وهلی چې یوازې مزدورانو ته دې بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

خلک وايي د چمن پر وره اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

ده زیاته کړه چې په چمن او سپین بولدک کې یو خلک دي، د دوی د مزدوریو او کاروبار تر څنګ رشتې دي. صادق اڅکزي وویل، " ټول خو لغړیان نه دي چې غوټې وړي او راوړي، هلته زموږ رشتې دي، زموږ جایدادونه دي، کاروبارونه او دوکانونه مو دي. خو دوی یوازې دا غواړي چې لغړیانو ته اجازه ورکړي چې په موږ کې بې اتفاقي رامنځ ته کړي."

صادق اڅکزي زیاته کړه چېلغړیانوهم اوس له تلو راتلو بایکاټ کړی دی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپین بولدک ټول ولس دې بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ ته پرېښودل شي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وايي، حکومت چې له پرلتوالو سره کومه وعده کړې وه پر هغه ولاړ دی.
نوموړي د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د لغړیانو لپاره یې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړی دی. لانګو وویل، " زموږ چې کوم مزدوران وروڼه دي، د هغوی موږ ټولې مسلې هوارې کړې، اوس هغوی ته مسله د افغانستان له خوا ده، موږ ورته ویلي دي چې ستاسو هلته اړیکې دي نو خبرې ورسره وکړی خو افغان لوری خبرې نه ورسره کوي، مسله زموږ له خوا نه ده، موږ له خوا نه ده."

له نوموړي‌ مو وپوښتل چې د پرلت مشران خو وايي چې له دوی سره یوازې د مزدورانو نه بلکې د چمن او بولدک د ټولو خلکو خبره شوې وه؟

ضیا لانګو په دې اړه وویل چې تر ټولو لویه مسله د مزدورانو وه ، هغه یې هواره کړې او نورې مسلې به هم د ده په وینا خدای خیر کړي.

د یادونې وړ ده چې د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان وفاقي‌ حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی وو.

یاد حکومت ویلي وو چې د هغه ګام هدف یې نه یوازې د ناامنۍ او قاچاق مخه نیول دي بلکې د دوی په وینا، افغانستان او پاکستان دوه بېل بېل ملکونه دي نو ترمنځ یې تګ راتګ باید په پاسپورټ او ویزه وي.

خو د هغې پرېکړې پرضد په زرګونه خلکو پر سخته یخنۍ او ګرمۍ سربېره تر نهه میاشتو زیات پرلت وهلی وو. دوی وايي اوس یې هم هغه دریځ دی چې د چمن پر پوله پاسپورټ او ویزه په هیڅ صورت نه مني.

XS
SM
MD
LG